د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبه بنګله دېش ته وبایلله


د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د کرکټ د شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ جولای ۱۴ (چنګاښ ۲۳) کوربه هېواد وګټله.

د لوبې پچه د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. افغان لوبغاړو په ۲۰ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه چې بنګله دېش وتوانید د اتو لوبغاړو په سوځېدو دا هدف په وروستي اوور کې پوره کړي.

د بنګله دېش توپ وهونکي توحید هریدوي په ۳۲ توپونو ۴۷ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد. نوموړی ددغه لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو. د بنګله دېش بل توپ وهونکي شمیم حسین په ۲۵ توپونو ۳۳ منډې وکړې او پاتې هیڅ یو توپ وهونکی یې ونه توانید چې له ۲۰ زیاتې منډې وکړي.

د افغانستان توپ اچونکي کریم جنت په دوو اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او وتوانېد په وروستي اوور کې په درې پرله پسې توپونو د بنګله دېش درې لوبغاړي وسوځوي.

د افغانستان نورو توپ اچونکو فضل حق فاروقي، مجیب الرحان، عظمت الله عمرزي، راشد خان او فرید احمد هم د بنګله دیش یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې محمد نبي په ۴۰ توپونو ۵۴ منډې پوکړلې.

عظمت الله عمرزي بیا ۴ شپږیزې ووهلې او په ۱۸ توپونو یې ۳۳ منډې وکړې، او تر نورو ښه وځلېد.

شکیب الحسن په څلورو اورونو کې ۲۷ منډې ورکړې او د افغانستان دوه لوبغاړي یې وسوځول.

د دې سیریز دویمه لوبه د یکشنبې په ورځ په همدې میدان کې کيږي.

د افغانستان په لوبډله کې دا لوبغاړي شامل وو: راشد خان (کپتان)، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او فرید احمد.

د بنګله دیش لوبډله: شکیب الحسن (کپتان)، لیتن داس، روني تالقدار، نجم الحسین، توحید هریدوی، شمیم حسین، مهدي حسن میراز، نسیم احمد، مستفیض الرحمن، تسکین احمد او شرف الاسلام.

XS
SM
MD
LG