د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي امریکا د مسلمانانو کلنۍ غونډې یوه برخه افغانانو ته ځانګړې شوې


سږکال د شمالي امریکا د مسلمانانو د ټولنې (اکنا) د کلنۍ غونډې یوه برخه افغانانو ته ځانګړې شوې او امریکا ته د نویو راغلیو افغانانو د ژوند په اړه پکې خبرې شوي دي.

د اکنا دا درې ورځنۍ غونډه چې د مریلینډ ایالت په بالټيمور ښار کې جوړه شوې وه، د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) پای ته ورسېده.

د اکنا په دې ۴۸مه کلنۍ غونډه کې د زرو په شاوخوا کې افغانانو او نورو امریکايي مسلمانانو برخه لرله. د امریکا د کورني امنیت وزارت سلاکار حارث ترین وايي: "د اکنا د دې غونډې په څیر، د مسلمانانو په سترو غونډو کې د افغانانو او په ځانګړې توګه د نویو راغلیو افغانانو حضور ډیر مهم دی ترڅو دلته د مسلمانانو د ژوند او شرایطو سره اشنا شي."

ددې غونډې یوه برخه نړیوال بازار وو چې یو شمیر افغان سوداګرو هم پکې خپل توکي خرڅلاو ته ایښي وو.

افغان سوداګر په دې خوشحاله وو چې له یوې خوا یې مالي ګټه کړې او له بلې خوا یې د خپل هیواد تولیدات هم په امریکا کې خلکو ته ورپيژندلي دي.

افغان سوداګر بلال مختاري وویل: "د اکنا دا ستره اجتماع زموږ د کاروبار دپاره ډيره ګټوره وه .تاسو ګورئ چې موږ څومره شیان خرڅلاو ته ایښي وو هغه نږدې ټول خرڅ شویدي."

د اکنا په دې غونډه کې د مختلفو ملکونو رنګ او نسل مسلمانانو درې ورځې په پرله پسې ناستو کې برخه واخیسته او د وینا والو ویناوې ېې واوریدې.

د دې غونډې یو افغان وینا وال دواد نسیمي د افغانانو د کم رنګ ګډون نه راضي نه و او هیله یې وښوده چې په راتلونکو غونډو کې د افغانانو شمیر زیات شي.

XS
SM
MD
LG