د لاس رسي وړ اتصالات

د پيسو نړيوال صندوق پاکستان ته د ۷ ميليارده ډالرو پور منظوري ورکړې


په نيويارک کې له خبريالانو سره په خبرو کې لومړي وزير شهباز شريف هيله څرگنده کړه چې دا به د پاکستان د پور وروستى پروگرام وي چې د پيسو له نړيوال صندوق څخه يې تر لاسه کوي.
په نيويارک کې له خبريالانو سره په خبرو کې لومړي وزير شهباز شريف هيله څرگنده کړه چې دا به د پاکستان د پور وروستى پروگرام وي چې د پيسو له نړيوال صندوق څخه يې تر لاسه کوي.

پاکستان وايي د پیسو نړیوال صندوق ورته اووه میلیارد ډالر پور په داسې حال کې منظور کړی چې اسلام اباد هیڅ پیسې نلري او خپل نړیوال مالي مکلفیتونه نشي پوره کولی.

د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د دفتر له لورې د چهارشنبې سپتمبر ۲۶ (تلې پنځمې) په خپره شوې اعلامیه کې، هغه د پیسو نړیوال صندوق (ای ایم ایف) د پرېکړې ستاینه کړې ده.

هغه ویلي: "د [پاکستان] حکومت به د اقتصادي ثبات له ترلاسه کولو وروسته د اقتصادي پرمختګ اړوند اهدافو ته د رسېدو لپاره جدي کار ته دوام ورکړي."

د پاکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ۳۷ میاشتنی پور به پاکستان ته په قسطونو ورکولو کیږي او د شاوخوا ۱.۱ میلیارد ډالرو لومړنی قسط یې اخیستلو ته چمتو دی.

شهباز شریف چې د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی، پاکستاني خبریالانو ته د پیسو نړیوال صندوق له پرېکړې وړاندې وویل چې پاکستان ددغه سازمان څخه د قرضې ترلاسه کولو لپاره "سخت شرایط" پوره کړي دي.

شهباز شريف هيله څرګنده کړه چې دا به د پاکستان د پور وروستى پروگرام وي چې د پيسو له نړيوال صندوق څخه يې تر لاسه کوي. هغه وویل: "موږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې دا وروستی ځل دی چې موږ له ای اېم اېف څخه دا ډول مالي ملاتړ غواړو."

نوموړي تر دې وړاندې د جون پر ۳۰مه په لاهور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې هم ويلي وو چې له ای اېم اېف سره تړون کېدل د "ویاړ" نه بلکې د "فکر" خبره ده. "موږ له مجبورۍ پور اخلو . دا مو دعا او هیله ده چې دا دې وروستی پور وي چې موږ یې له ای اېم اېف څخه اخلو."

د دغه پور تړون د پاکستان له کلیدي متحدینو لکه سعودي عربستان، چین، او متحده عربي اماراتو څخه د ۱۲ ميلیارده ډالرو د مالي ژمنو په ترلاسه کولو پورې تړاو درلود.

پاکستان له سعودي عربستان څخه پنځه ميليارده ډالر، له چین څخه څلور ميليارده ډالر او له متحده عربي اماراتو څخه درې ميليارده ډالر د امانت يا ذخيرې په توګه ترلاسه کړي دي. د ای اېم اېف يو اضافي شرط دا هم دی چې د دوه اړخیزو او سوداګریزو سرچینو څخه په بهرني تمویل کې دوه ميليارده ډالر ترلاسه کړي.

د نړیوال صندوق د جولای په ۱۲مه (چنګاښ ۲۲) ویلي وو چې پاکستان ته د اووه میلیارد ډالرو پور په اړه د کارکوونکو په کچه تړون لاسلیک شوی دی. هغه وخت ای اېم اېف په خپله خبرپاڼه کې ويلي وو چې د دغه ۳۷ میاشتني پور پروګرام وروستۍ منظوري به د دې ادارې اجرائيه پلاوی ورکوي.

په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د رامنځته کېدو راهیسې، د پیسو نړیوال صندوق تراوسه ۲۵ ځله اسلام اباد ته قرض ورکړی دی. دا د پورونو ترټولو زیات شمېر دی چې یو هېواد یې ترلاسه کوي.

د پیسو نړیوال صندوق قرضې په تیر اوړي کې هم پاکستان د دیوالي کېدو له خطر څخه وژغوره.

کارپوهان اوږدمهاله اقتصادي ناسم مدیریت، اداري فساد، پرله پسې دیکتاتور پوځي رژیمونو او ناکاره حکومتونه ددې لامل بولي چې په دغه ۲۴۰ میلیون نفوس او اتومي وسلو لرونکي هېواد کې د مالي ستونزو د حل لپاره د اړتیا وړ اصلاحاتو په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي.

د شهباز شریف حکومت د پیسو نړیوال صندوق د غوښتنو سره سم په هېواد کې مالیات لوړ کړي دي. سوداګرو او د حکومت مخالفو ډلو د مالیاتو او د سون توکو د نرخونو په لوړېدو نیوکه کړې ده.

د پاکستان حکومتونو په تېرو کلونو کې د ای اېم اېف د پور د پروګرامونو د شرطونو پوره کولو لپاره یو لړ اقدامات کړي دي چې پکې کفایت شعاري، د سرکاري لګښوتو کمول، پر انرژۍ او نورو شیانو رعایت ختمول، نوي ماليې لګول او د مالیو غونډولو نظام پراخول شامل دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له لوی اقتصادي بحران سره مخامخ دی او پر هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د شپږ ميليارده ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

تر هغه وروسته پاکستان له ای اېم اېف سره د درې میلیارد ډالرو د پور بله موافقه وکړه چې له مخې یې د هغې ادارې اجرائيه پلاوي د ۲۰۲۳ کال د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې میلیارد ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تائید کړ او ورسره سم یې ورته د پور لومړی قسط، چې ۱.۲ میلیارد ډالر جوړېده، ورکړ.

ای اېم اېف د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالرو پور دويم او د اپرېل په پای کې یې د پور وروستی قسط، چې ۱.۱ میلیارد ډالر جوړېدل، ورکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG