د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطین: د امریکا د سولې په پلان کې زمونږ سیاسي غوښتننو ته پام ندی شوی


د منځني ختیځ لپاره اقتصادي پلان د سپینې ماڼۍ ستر سلاکار جیرد کوشنبر برابر کړی.
د منځني ختیځ لپاره اقتصادي پلان د سپینې ماڼۍ ستر سلاکار جیرد کوشنبر برابر کړی.

د امریکا حکومت د فلسطین لپاره د پنځوس میلیاردو په ارزښت اقتصادي پلان جوړ کړی او ادعا یې کړې چې دا پلان عملي شي، په فلسطین کې به بې روزګاري ختمه شي، پنځوس په سلو کې به غربت کم شي او د فلسطین کورني عواید به دوه چنده زیات شي.

دغه پلان چې د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ زوم او سلاکار جیرد کوشنر برابر کړی، ډیر تمرکز یې په لویدیځه غاړه، غزې، مصر، اردن او لبنان کې په خصوصي سکتور کې په پانګې اچونې دی. د پلان له مخې به پدې هیوادونو کې په میلونونو کسانو ته کار روزګار پیدا شي.

خو نړیوال پانګه اچوونکي او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مشران پدې باور دي چې که د منځني ختیځ پدې اقتصادي پلان کې د سیمې سیاسي برخې ته پام ونشي، دا پلان به کامیاب نشي.

دغه چارواکي ټینګار کوي چې د ښې حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت او د تل پاتې سولې لپاره د یو ریښتیني نظر لرلو پرته به دغه پلان نیمګړی وي.

د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مسؤل مدیرې کریسټین لګارډ چې په بحرین کې د فلسطین د سولې په هکله په دوه ورځني کنفرانس کې برخه لري، وویل چې پدې پلان کې د سولې برخه کمه ده.

میرمن لګارډ وویل " په فلسطین کې د اقتصادي پرمختګ لپاره ډیر څه کیدی شي خو د نیکمرغۍ لپاره د قناعت وړ سوله ضروري ده. "

اشرف جبارِي چې د بحرین د غونډې یوازینی فلسطینی ګډون کوونکی دی، وایي چې د اقتصادي پرمختګ لپاره د فلسطین دولت جوړیدل لازمي دي. ښاغلي جباري زیاته کړه " د فلسطین خلک خپلواکي غواړي، زمونږ هدف خپلواک فلسطین دی. که خپلواک دولت ولرو، په یقین سره د فلسطین اقتصاد هم ښه کیږي."

XS
SM
MD
LG