د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو جومات د نورو دینونو پیروان روژه ماتي ته بللي


د منیاپولیس ښار د ابوبکر صدیق جومات کې د نورو دینونو پیروانو ته د روژه ماتي مېلمستیا
د منیاپولیس ښار د ابوبکر صدیق جومات کې د نورو دینونو پیروانو ته د روژه ماتي مېلمستیا

د امریکا د مینیسوټا ایالت په یو جومات کې د مختلفو مذاهبو پیروان د روژه ماتي میلمستیا ته رابلل شوي وو ترڅو د مسلمانانو او نورو مذاهبو د منونکو ترمنځ د متقابل پوهاوي لاره خلاصه شي.

د منیاپولیس ښار د ابوبکر صدیق جومات کې په روژه ماتي کې له مسلمانانو سره د نورو ادیانو پیروانو برخه واخیسته.

ددې جومات امام، مولد علي، وايي د جومات دروازې یې د یوې ورځې دپاره د ټولو پر مخ پرانیستي وې. نوموړی وايي: ”دې ته موږ 'اوپن هاوس' یا د پرانیستو دروازو ورځ وایو او هدف مو غیر مسلمانو ته د جومات دروازې خلاصول دي. دا د روژې میاشت ده چې موږ ته د هدایت او سخاوت درس راکوي."

امام علي وايي چې د دې ځانګړي روژه ماتي هدف د ټولنې خلکو ته د اسلام د پیغام رسولو دپاره یو فرصت برابرول دي. هغه وايي: "موږ د هغو ناسمو مفکورو او نظریو د ختمولو دپاره هڅه کوو چې په ټولنیزو رسنیو کې د اسلام او مسلمانانو په اړه لیدل او اوریدل کیږي. موږ هڅه کوو چې خلکو ته د اسلام اصلي او ښکلی تصویر وښیو."

روژه ماتي ته په راغلو کسانو کې د مینیسوټا د یو ښونځي مشر ریک جارګنسن هم د خپل زوی سره راغلی و. هغه دوه نیم ساعته مزل ددې دپاره وهلی ترڅو د اسلام په اړه ځان خبر کړي.

جارګنسن وویل: "ما د اسلام په اړه ډیرې پوښتنې درلودې. د اسلام د اساساتو په اړه. د عبادتونو په اړه او د روژه ماتي په باره کې. او زه خوشاله یم چې زما ډیر سوالونه دلته ځواب شول. زما زوی هم ډیر خوشاله دی چې هغه څه چې یې په ښوونځي کې د اسلام په اړه اوریدلي وو دلته ېې په خپلو سترګو ولیدل."

روبین مانتي د مینیسوټا د پخلنځیو د ټولنې مشره ده. هغه وايي چې دې جومات کې مسلمانانو سره په ګډ روژه ماتی د یو بل سره د شریکو رشتو د پخولو ښه لار ده او د مختلفو مذاهبو منونکي یو بل ته نږدې کوي.

نوموړې زیاته کړه: "خبره دا ده چې موږ د یو بل سره باید زیاتې ناستې وکړو او په دسترخوان ګډه ناسته ډیرې ګټې لري. په خوړو کې یو خاص قوت وي. خواړه انسانان یو بل ته رانږدې کوي. دلته ډیر مسلمانان ژوند کوي او موږ له یو بل سره ګاونډیان یو."

د مینیسوټا ایالت مسلمانان په داسې محیط کې کمکي اختر ته انتظار کوي چې په یوه متنوع ټولنه کې شریک ژوند نه برخمن دي.

XS
SM
MD
LG