د اسلام اباد پولیسو د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۸ (لیندۍ اتمه) یو خبریال، چې په مظاهرو کې یې د ولسي تلفاتو د ادعاو په اړه پلټنې کولې، په ترهګریزو فعالیتونو تورن کړ.
د رسنیو د ازادۍ ملاتړو د اسلام اباد د پولیسو دا اقدام غندلی دی.
د خبریال مطیع الله جان او د هغه د همکار ثاقب بشیر کورنۍ وایي چې پولیسو هغوی د هغه روغتون له مخې پورته کړي، چې په کې یې د ولسي تلفاتو په اړه معلومات ټولول.
بشیر خبریالانو ته ویلي دي چې په تور لباس کې خلکو هغوی ونیول، سترګې یې ور وتړلې او بیا یې په زوره یو موټر ته وخېژول. هغه ویلي دي چې دغو کسانو درې ساعته وروسته په یو سړک خوشې کړ.
مطیع الله جان د یوې تلویزوني خپرونې چلوونکی دی او په یوټیوب کې څه باندې ۴۰۰زره فالورز لري. هغه د پاکستان د پوځ سرسخت مخالف دی.
په دغې قضیې کې دخېل پولیس افسر اصف علي امریکا غږ ته ویلي دي، چې مطیع الله جان د «ترهګریزو فعالیتونو، په امنیتي ځواکونو باندې د برید او نشه يي موادو په لرلو» تورن شوی دی. خو دغه خبریال ویلي دي چې دا تورونه «جعلي، خندوونکي او درواغ دي او زه آن سکرټ هم نه څکم».
دغه خبریال ویلي: «موږ نه ډارېږو او خپل کار به روان ساتو.»
په اسلام اباد کې پولیسو د عمران خان ملاتړي مظاهره کوونکي وځپل او وایي چې زرګونه مظاهره کوونکي یې له ښار څخه اېستلي دي. خو د پاکستان د تحریک انصاف غړي وایي، چې د پولیسو په اقداماتو کې لسګونه مظاهره کوونکي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون له قید او شرط پرته د مطیع الله جان د پرېښودو غوښتنه کړې ده. دغه کمېسیون ویلي دي: «د خبریالانو د غلي کولو لپاره دا مستبدانه چلند باید ودرول شي.»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم ویلي دي چې مطیع الله جان د مظاهرو په اړه له راپور ورکولو وروسته نیول شوی دی.
دغې کمېټې ویلي: «موږ د دغې پېښې په اړه د چټکو او بې طرفه تحقیقاتو او له ټولو عاملانو څخه د پوښتنې غوښتونکي یو.»
دغه خبریال په ۲۰۲۰ کال هم تښتول شوی و او د پاکستان استخباراتي اداره پرې تورنه شوې وه، خو دغې ادارې په دې اړه هېڅ هم نه دي ویلي.
د پاکستان امنیتي ځواکونه وايي چې د معترضانو د مخنیوي لپاره یې رابړي مرمۍ کارولي او اوښلن ګاز پاشلی، خو دغه خبریال په یوې تلویزوني خپرونې کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو په وسلو ډزې کړې او لسګونه کسان یې وژلي او ژوبل کړي دي.
نوموړي حکومت تورن کړ چې حقایق پټوي او د مظاهره کوونکو له لوري یې د یو شمېر امنیتي ځواکونو د وژلو د ادعا په اړه یې هم شک څرګند کړی.
د پاکستان تحریک انصاف مقامات وايي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې حداقل ۴۰ تنه وژل شوي، خو د اتو وژل شویو په اړه یې معلومات خپاره کړي او ویلي یې دي چې د نورو په اړه جزیات ټولوي.
فورم \ دبحث خونه