د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان واقعیتونه د امریکایي ځواکونو شمیر معلوموي


د امریکا د دفاع وزارت چوکۍ ته د ښاغلي کارتر له ګمارنې وروسته دا افغانستان ته د هغه لومړنی سفر دی.
د امریکا د دفاع وزارت چوکۍ ته د ښاغلي کارتر له ګمارنې وروسته دا افغانستان ته د هغه لومړنی سفر دی.

د امریکا نوی دفاع وزیر اشتن کارتر نن شنبې په یو ناڅاپي سفر کابل ته ورسید او له افغان ولسمشر سره یې یوې ګډې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمیر او د هغوی د ماموریت څرنګوالي په باب وروستی پریکړه د دواړو هیوادونو د مشرانو له توافق وروسته وشي.

د امریکا دفاع وزیر وویل چې په دې اړه یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هر اړخیزې خبرې کړي دي.

که څه هم ښاغلي کارتر په دې اړه زیات جزئیات وړاندې نه کړل خو ویې ویل چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې افغان ولسمشر امریکا ته سفر وکړي او له ولسمشر بارک اوباما سره به له خبرو وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر او ماموریت څرنګوالي په باب وروستۍ پریکړه اعلان شي.

دغه راز، افغان ولسمشر غونډې ته وویل چې د امریکا له دفاع وزیر سره يې د دواړو هیوادونو د همکاریو څرنګوالي پر سر هر اړخیزې خبرې وکړې او د دې خبرو نتیجه به امریکا ته د هغه له سفر څخه وروسته معلومه شي.

افغان ولسمشر وویل "نتیجه به یې یو وارې چې امریکا ته لاړ شو هلته به ښکاره شي، اوس مخکې له وخت ده چې په تفصیلاتو وغږیږو، اما بحثونه هړ اخیز او مثبت وو، او د افغانستان ګټې او د دُنیا ثبات به په دې نتیجه کې تامين شي."

د افغانستان او امریکا تر منځ د دفاعي او امنیتي تړون له مخې د ۲۰۱۵ کال له پيل سره سم په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو پوځي ماموریت پای ته ورسید، او پرځای یې افغان امنیتي ځواکونو د خپل هیواد د امنیت ساتلو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

اوسمهال په افغانستان کې نږدې ۱۱زره امریکايي سرتیري پاتې دي او له افغان امنیتي ځواکونو سره د روزنې او سلاء مشورو دنده پر غاړه لري.

ښاغلي کارتر افغانستان ته د خپل سفر اصلي هدف هم په دغه هیواد کې د امریکايي ځواکونو موجودیت ښودلی دی.

د امریکا د دفاع وزارت چوکۍ ته د ښاغلي کارتر له ګمارنې وروسته دا افغانستان ته د هغه لومړنی سفر دی.

XS
SM
MD
LG