د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په افغانستان کې د خپل پوځ د پاتې کېدو پلان بدل کړ


د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره ګډ کنفرانس ورکړ
د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې له ولسمشر غني سره ګډ کنفرانس ورکړ

د امریکا د دفاع وزیر وايي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اضافي سرتیرو د پاتې کیدو پرېکړه کړې ده چې له دې پرېکړې سره به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته ۱۰۸۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل نن شنبه په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوې ګډې خبري غونډې کې وویل چې له ۲۰۱۰۴ کال څخه وروسته به ۱۰۰۰ اضافي امریکایي سرتیري په افغانستان کې د طالب او القاعدې د تعقیبولو لپاره پاتې شي.

ښاغلي هیګل وویل "یعنې دا په دې مانا ده چې ۱۰۰۰ اضافي امریکایي عسکر به له افغانستان څخه د عسکرو په وتلو کې ځنډ راولي، د ۹۸۰۰ امریکایی عسکرو پر ځای به ۱۰۸۰۰ عسکر په افغانستان کې پاتې شي، چې د بل کال څو لومړنۍ میاشتې به هم ونیسي خو د عسکرو په برخه کې او د هغوی د وتلو په اوږدمهاله موده کې به د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرېکړه بدله نه شي."

د ښاغلي هیګل پر وینا ۱۰۰۰ اضافي امریکايي عسکر به په افغانستان کې د طالب او القاعدې په پاتې غړو پسې ګرځي او هغوی به تعقیبوي.

د امریکا د دفاع وزیر په داسې حال کې د القاعدې او طالب وسله والو د تعقیب لپاره په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اضافي امریکایي سرتیرو د پاتې کیدو خبره کوي چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسیدو سره سم به په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي ماموریت ختمیږي او افغان چارواکو هم په وار وار ویلي چې د ۲۰۱۵ کال له پېلېدو سره به په افغانستان کې یواځې افغان امنیتي ځواکونه د وسلو د استعمالو واک ولري.

دغه راز، غونډې ته افغان ولسمشر اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیر او تمویل په باب وویل چې اوس له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کولو وخت رارسیدلی دی او دغه مرستې به په دوو پړاونو کې عملي شي.

د ولسمشر اشرف غني په وینا د نړیوالې ټولنې مرستې به په اوږدمهال او یوې کلنې مودې کې عملي شي.

ولسمشر اشرف غني وویل "عمده مرستې چې د تمویل په برخه کې دي په مطلقه توګه دویم وار تکرار او تاید شوي دي او دا د پام وړ ټکی دی چې زموږ امنیتي قواوې دې ډاډه واوسي چې تمویلوونکي لري، د روزنې او تجهیر په برخه کې روښانه ژمنې موجودې دي، دا پروګرامونه هم لنډ مهالي دي او هم یو کلن دي، پر یو کلن پروګرام په شدت سره کار روان دی چې وکولی شو بنسټیزې لارې چارې برابرې کړو."

د امریکا د دفاع وزیر په افغانستان کې د ۱۰۰۰ اضافي امریکايي سرتیرو د پاتې کېدو خبره په داسې حال کې کوي چې د افغانستان و امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې ټاکل شوې وه چې ۹۸۰۰ امریکايي سرتیري له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته په افغانستان کې پاتې او له افغان امنیتي ځواکونو سره د تمویل، تجهیز او روزنې په برخو کې مرسته وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر چګ هیګل څو ورځې وړاندې له خپلې دندې د استعفی اعلان وکړ، او ولسمشر بارک اوباما یې پر ځای بل کس وګماره.

XS
SM
MD
LG