نشو،د سلګونو زرو افغانانو ژوند ته خطر پېښ کړی دی

د افغانستان د نشه يي توکو پر ضد وزارت مرستیال، امریکا غږ ته وویل چې په هېواد کې څه باندې یو نیم ملیونه انسانان په نشو روږدي دي.

د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي چې په افغانستان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمیر یو میلیون او شپږ سوه زرو ته رسیږي چې له دې شمیرې څخه د دوه نیمو څخه نیولی تر درې سوه زرو معتادینو ژوند له جدي خطر سره مخ دی.

د دغه وزارت د پلان جوړونې او مالي څانګې مرستیال محمد ابراهیم ازهر امریکا غږ ته وویل چې اکثره دغه معتادین د افغانستان په سترو ښارونو لکه کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او نیمروز ولایتونو کې موجود دي.

هغه وویل "هغه کسان چې له خطر سره مخامخ دي د دوه نیمو نه تر درې سوه زرو کسانو ته رسیږي، دغه شمیر معتادین په یو وخت څو ډوله نشه يي توکي لکه اپین، مورفین او هیروئين کاروي، ټول معتادین له خطر سره مخ نه دي چې بیړنۍ درملنې ته اړتیا ولري، خو موږ په یو کال کې د ۲۱ زرو څخه د زیاتو معتادینو د درملنې ظرفیت نه لرو، او دا هم په هغه شرط ممکن دی چې موږ په ورته وخت کې هغه لاملونه هم له دې ټولنې لرې کړو چې له مخې یې، له درملنې وروسته معتادین بیا نشه يي توکو ته مخه کوي."

د ښاغلي ازهر پر وینا په افغانستان کې د بیلابیلو ناښوالو لکه بی کاري، ناامني او کورني تاوتریخوالي له امله د نشه يي توکو زیات شمیر معتادین له درملنې وروسته بیرته نشه یي توکو ته مخه کوي.

هغه داسې وویل "کله چې د دوی درملنه کیږي او له روغتون څخه ویستل کیږي بیرته نشه یي توکو ته مخه کوي، زموږ راپورونه ښيي چې له ۹۰ سلنې څخه زیات روږدي کسان بیرته معتاد کیږي."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې پر نشه یي توکو د روږدو کسانو شمیر د هر کال په تیریدو سره مخ په زیاتیدو دی.

د محمد ابرایم ازهر پر وینا، په افغانستان کې نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی او دوامداره بیکاري د دې لامل شوی چې د معتادینو په شمیر کې ورځ تر بلې زیاتوالی راشي.

"که نشه يي توکي په آسانه او ارزانه بیه په سیمه کې پيدا نشي، خلک نه معتاده کیږي، کله چې دوی ته نشه يي توکي ونرسیږي د روږدو په شمیر کې کموالی راتلی شي، بله دا چې موږ باید هڅه وکړو چې له درملنې وروسته ورته کار پیدا کړو، مسلکي او حرفوي روزنې ورته ورکړل شي چې دوی په کار کې بوخت شي او له دی ستونزې خلاص شي."

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د ارقامو له مخې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په ټول افغانستان کې نږدې ۱۱۰ روغتیايي مرکزونه شته چې په کال کې پر نشه يي توکو د ۲۱ زرو روږدو کسانو د درملنې ظرفیت لري.