سپینې خبرې
Your browser doesn’t support HTML5
د قطر صدراعظم په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ او په کندهار کې یې د دغې ډلې له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.
په داسې حال کې چې قطر د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، ایا د طالبانو
د حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره به د دغه هېواد هڅې اغېزمنې وي؟
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.