تر راتلونکو دریو اونیو به د نوې کابینې نوملړ بشپړ شي

ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله (ارشیف)

د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي امریکا غږ ته وویل چې د کابینې د لېست د بشپړولو چارو پر سر د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د ټیمونو تر منځ خبرې روانې دي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو مخکې، د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د شوې هوکړې له مخې لومړی باید د کابینې او د ملي یووالي د حکومت نورې مهمې څوکۍ وویشل شي او له هغې وروسته د دواړو ټیمونو وزیران ورته وپیژندل شي.

ښاغلي رحیمي وویل "خبرې روانې دي خو تر اوسه وروستۍ شوي نه دي".

هغه هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به ژر پای ته ورسیږي، ښې پایلې به ترې تر لاسه شي او د کابینې د ټولو غړو نومونه اعلان شي او نوماند وزیران د باور رایې د اخیستلو لپاره ولسي جرګې ته وروپيژندل شي.

ښاغلي رحیمي په دې اړه څه و نه ویل چې د کابینې د نوملړ د جوړولو پر سر، د دواړو ټيمونو تر منځ خبرو کې څومره پرمختګ شوی دی.

ښاغلي رحیمي وویل "د ملي یووالي حکومت د غړو نظر دا دی چې د لندن له کنفرانس نه مخکې د کابینې د غړو فهرست وروستی شي او دولت له یوې لاسته راوړنې او یوې نوې کابینې سره د لندن په کنفراسن کې ګډون وکړي".

د لندن اقتصادي کنفرانس د روان عیسوي کال د نومبر میاشتې په ۲۴مه نیټه په لندن کې جوړیږي چې ورکې د افغانستان اقتصادي حالت څیړل کیږي.

افغان دولت ویلي چې د لندن په کنفرانس کې به له لاسته راوړنو سره ګډون وکړي او په هغه کنفرانس کې به نړیوالو ته، د اصلاحاتو په برخه کې د پام وړ برنامې وړاندې کړي".

ښاغلي رحیمي د دې په اړه چې د کابینې څو سلنه غړي به میرمنې وي وویل " په کابینې کې به د میرمنو ونډه د پام وړ وي، خو زه نشم کولی چې د معینې شمیرې نوم واخلم ځکه چې ګمارنې د اهلیت او وړتیا له مخې کیږي خو په کابینې کې د ښځو ځای او ونډه خوندي ده".

له دي مخکې افغان حکومت اعلان کړی وو چې د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې به کابینې غړي وټاکي او ولسي جرګې ته به یې وروپیژني.

بلخوا د کابینې د انتقال په نوم یوه کمیټه هم پر دې کار کوي چې د وزارت خانو شمیر راکم کړي او یو شمیر وزارتونه او ریاستونه سره یوځای کړي.

دا ګډه کمیټه د افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله لخوا جوړه شوې ده.