بنګله دېش له افغانستان څخه د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو لړۍ وګټله 

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ دوې شل اوریزې سیالۍ نن یکشنبه جولاۍ ۱۶ (سرطان۲۵) پای ته ورسېدې. بنګله دېش دا لړۍ ۲-۰ وګټله.

په دویمې لوبې کې بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

افغانستان د سر دوو لوبغاړو رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځي د منډو ښه پيل ونکړ او په ترتیب سره په اتو او څلورو منډو وسوځېدل. ګربز په لومړۍ لوبې کې ۱۸ او ځاځي اته منډې کړې وې. په دوی باندې د یو شمېر مینه والو دا انتقاد دی چې په لوبې کې خپل مسئولیت ښه نه ادا کوي.

د افغانستان د توپ وهنې په مهال باران وشو او د شاوخوا یو ساعت لپاره لوبه وځنډول شوه. د وخت د ضایع کېدو له کبله د کرکټ د نړیوالو اصولو په اساس د ۲۰ اورونو دا لوبه ۱۷ اورونو ته راکمه شوه.

افغانستان د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بنګله دېش ته د ۱۱۹ منډو هدف وټاکه.

بنګله دېش دا هدف د اوولسم اور په لومړي توپ پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ وهونکو کې تر ټولو ډېرې ۲۵ منډې عظمت الله عمرزي وکړې. په توپ اچوونکو کې مجیب الرحمن او عظمت عمرزي دوه دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

دا مطلب هم ولولئ

افغانستان د بنګله دېش څخه د یو ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله

د بنګله دېش د سر لوبغاړي لیتن داسې چټکه لوبه پیل کړه او له بل لوبغاړي عفیف حسین سره یې د څه باندې ۵۰ منډو ګډه ملګرتیا وکړه او د خپلې لوبډلې د بري مزل یې لنډ کړ.

د افغانستان کپتان راشد خان له لوبې وروسته ومنله چې توپ‌ وهونکو یې د مسئولیت او پلان په اساس توپ وهنه ونکړه.

د بنګله دېش کپتان شکیب الحسن وویل چې د دوی د لوبې ښه پيل له اوله په لوبې باندې برلاسي کړي وو.

بنګله دېش په خپل کور کې په روان کال کې له انګلنډ او ایرلنډ څه هم د ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې وې.

افغانستان له شاوخوا یوې میاشتې راهېسې په بنګله دېش کې و. د ټست لوبه یې هم وبایلله، خو د دریو یوې ورځنیو لوبو لړۍ یې ۲-۱ وګټله. افغانستان له دې وروسته اسیا کپ سیالیو ته ځي چې هغه به د ۵۰ اورونو لوبه وي او هلته به هم له بنګله دېش سره مخامخ کېږي.