هند کې په ټیل ماټیل کې ۱۲ تنه مړه شوي

دغه زیارت ته هره ورځ لس ګونه زره خلک د عبادت لپاره ورځي.

د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې چارواکي وایي د شنبې په ورځ وختي په یو مذهبي زیارت کې د خلکو په ټیل ماټیل کې لږ تر لږه ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۳ ټپي شویدي.
د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته دغه مرګ ژوبله تائید کړې.

دغه چارواکي همدارنګه ویلي چې ښایي د وژل شویو او ژوبلو شویو کسانو شمیر نور هم ډیر شي ځکه چې زیارت ته چې د یوې غوڼدې په سر کې دی د اندازې نه ډیر خلک ورغلي و او ټولې لارې بندې وې.

د ماتا ویشنو دیوي زیارت د هند په شمال کې د هندو مذهب یو تر ټولو سپیڅلی ځای دی چې هره ورځ ورته لس ګونه زره خلک د عبادت لپاره ورځي.

د هند د اضطراري چارو د ادارې یو مسؤل بیا ویلي چې د ټیل ماټیل پیښه د شپې په شاوخوا ۲ بجو او ۴۵ دقیقو شوې او ویلي یې دي چې حکومت د پیښې په هکله د څیړنو امر کړی.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په پیښه خفګان ښودلی. ښاغلي مودي په ټویټر کې لیکلي چې د خلکو په وژل کیدو "بې حده" خفه دی او د سیمه ایزو چارواکو سره په اړیکه کې دی.

هغه لیکلي، " غمجنو کورنیو سره خواخوږي څرګندوم او ژوبل شوي دې ژر روغ شي".

دا په هند کې د خپل ډول لومړنۍ پېښه نه ده. د ۲۰۱۵ کال او ۲۰۱۴ کال د جولای او جنوري په میاشتو کې د سپيڅلي سمندر په غاړه او ممبۍ کې په مذهبي مراسمو کې ۴۵ تنه مړه او ۴۰ نور ژوبل شول.

د فرانسې خبري اژانس وايي، چې د ۲۰۰۸ کال د اګست په میاشت کې د هند په شمالي ایالت هماچال پرادیش کې، په مذهبي مراسمو کې د غره د ښویدو د اوازې له کبله ټیل ماټیل کې ۱۵۰ عبادت کوونکي تر پښو لاندې مړه شول.

د همدغه کال د سپتمبر په ۳۰ نېټه بیا د چادپور په ایالت کې په مذهبي مراسمو کې، هغه مهال ۲۲۴ تنه مړه شول، چې د معبد لوړې تپي ته د رسېدو په هڅه کې یې ټیل ماټیل جوړ کړ.

د مدهیا پرادیش، راټنګر ښار، کمب میلا او بهار ایالتونو کې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په بېلا بېلو مذهبي مراسمو کې، لږ تر لږه ۲۰۱۹ کسان مړه شول او سلګونه نور ژوبل شول