د کورنیو چارو وزارت: له زرو نه زیات قاچاقبران نیول شوي

ارشیف

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د مطبوعاتو مسؤل سید مهدي کاظمي امریکا غږ ته وویل په روان کال کې یې ۱۲۵۰ قاچاق وړونکي په افغانستان کې نیولي چې ۳۰۰ یې غټ قاچاق کوونکي دي.

د ښاغلي کاظمي پر وینا شاوخوا ۹۹ قاچاق وړونکي یې متوسط او پاتې یې بیا په ټیټه کچه کې د نشه يي توکو د کاروبار په تور نیول شوي دي.

ښاغلي کاظمي وویل "موږ په مجموع کې شاوخوا ۱۲۵۰ قاچاق وړونکي نیولي دي، دا په دریو برخو ویشل شوي چې غټ، متوسط او وړوکي قاچاق وړونکي ورکې شامل دي، شاوخوا ۳۰۰ یې غټ قاچاق وړونکي دي، ۹۹ یې متوسط او پاتې یې کوچني قاچاق وړونکي دي".

د ښاغلي کاظمي پر وینا، د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو د نیولو په موخه عملیات ترسره کوي خو ډيری قاچاق وړونکي یې د افغانستان په سرحدي سیمو او سویلي ولایتونو کې نیولي دي.

ښاغلي کاظمي وویل "موږ د نشه یي توکو زیات شمیر غټ قاچاق وړونکي د افغانستان په ۹ جنوبي او جنوب غربي ولایتونو کې نیولي دي، یو شمیر مو په شرقي ولایت ننګرهار کې نیولی دي او یو دوه مو په شمالي ولایتونو کې نیولي دي دا هغه قاچاق وړونکي دي چې په زیاته پیمانه نشه يي توکي یې لیږدول چې دروند جرم شمیرل کیږي نو ځکه مو هغوي کابل ته انتقال کړي او د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې عدلي او قضاي مرکز ته مو سپارلي دي".

هغه زیاته کړه چې په نیول شوو قاچاق وړونکو کې درې تنه بهرنیان، ۱۲ تنه دولتي کارکوونکي او ۱۵ میرمنې شاملې دي.

د ښاغلي کاظمي پر وینا د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ پر بنسټ هر کال باید له۱۲۰۰ نه تر ۲۰۰۰ قاچاق وړونکي ونیول شي خو هغوی تیر کال له ۳۰۰۰ څخه زیات قاچاق وړونکي نیولي وو.

دغه راز نوموړي وویل هرکال لس تنه غټ قاچاق وړونکي د هغوي په تور لیست کې شاملیږي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیس مکلف دي په تور لیست کې شامل ۱۰ تنه غټ قاچاق وړونکي ونیسي.

ښاغلي کاظمي وویل په ۱۳۹۱ کال کې ۸ تنه او تیر کال یې ۷ غټ قاچاق وړونکي نیولي دي خو هغه په تور لیست کې د سږکال شامل شويو غټو قاچاق وړونکو د نیولو په هکله معلومات ورنکړل.

بلخوا د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز مسؤلین وايي، سږکال دوي ته د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو ۲۳۹ قضیې سپارل شوي دي چې په دې قضیو کې ۳۲۲ تنه شکمن شامل دي.

د دې مرکز د مطبوعاتو مسؤل احمد خالد مؤحد امریکا غږ ته وویل چې په نیول شوو کسانو کې د دولت ۱۳ تنه کارکوونکي او یو بهرنی چې د ترکیې هیواد اوسیدونکی دی شامل دي.

ښاغلي مؤحد وویل "د روان کال په شپږو میاشتو کې ۳۲۲ شکمن چې ډیری یې په کابل، هلمند، نیمروز، ننګرهار، کندهار او بدخشان ولایتونو کې نیول شوي دي په عدلي او قضايي مرکز کې یې دوسیې څیړل کیږي".

د ښاغلي مؤحد پر وینا د شکمنو نیول شوو کسانو ډيری قضیې په درې ګونو محکمو کې تر څیړنو لاندې دي او ۶۳ دوسیې د استیناف مرحلې کې دي چې تر اوسه وروستیۍ پریکړې یې په اړه نه دي شوې.

هغه زیاته کړه چې له یادو کسانو څخه شاوخوا ۱۵ سوه کیلوګرام هیروئين، ۲۶۵۸۹ کیلوګرام اپین ۲۲ کیلګرام مورفین او څه باندې ۸ سوه کیلو ګرام چرس هم نیول شوي دي.

د مسکراتو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرکز د معلوماتو له مخې تیر کال د نشه یي توکو ۹۳۰ قاچاق وړونکي نیول شوي وو چې ورکې ۲۰ تنه دولتي کارکوونکي او ۹ تنه بهرني اتباع شامل وو.