ټرمپ خپله شخصي ټولنیزه رسنۍ پکار اچوي

د امریکا د متحده ایالتونو پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ اکټوبر ۲۰ (تلې ۲۸) د خپلې شخصي ټولنیزې رسنۍ د کار د پیلیدو پلان وړاندې کړ.

ټاکل شویده د ټرمپ دغه شخصي ټولنیز رسنۍ چې تروټ سوشل "Truth Social" نومیږي راتلونکې میاشت خپل کار پیل کړي او د معرفي کیدو په مراسمو کې یې میلمانه هم دعوت کیږي.

دا ټولنیزه رسنۍ به د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ د ډلې پورې اړونده وي؛ هغه ډله چې غواړي د تفریحي پروګرامونو په ګډون ویډیویي نشرات هم ولري.

هغه اعلامیه چې د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ د ډلې له خوا خپره شوې، د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ له قوله لیکل شوي چې: "ما د تروت سوشل "Truth Social" او د ټرمپ د رسنیو او ټکنالوژۍ ډله رامنځ ته کړه څو د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو د استبداد په وړاندې ودریږم. موږ په داسې نړۍ کې ژوند کوو چې طالبان په ټویټر کې حضور لري خو ستاسې دلخواه جمهور رئیس په ټویټر کې خاموش شوی دی. دا د منلو وړ نده."

د فیسبوک، ټویټر او انستاګرام په شان د ټولنیزو رسنیو لویو شرکتونو وروسته له هغه د ښاغلي ټرمپ اکونټونه بد کړل چې د هغه یو شمیر پلویانو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ.

د فیسبوک ټولنیزې رسنۍ د ۲۰۲۱ کال د جنوري په اومه نیټه د امریکا د پخواني جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ اکونټونه د دوو کلونو لپاره بند کړل چې بیرته به د ۲۰۲۳ کال د جنوري په 7 خلاصیږي. خو ټویتر د تل لپاره د ښاغلي ټرمپ اکونټ بند کړ.

دا ټول وروسته له هغه پيښ شول چې د ډانلډ ټرمپ په زرګونو پلویانو د ټاکنو د پایلو په وړاندې د اعتراض له امله د جنوري په ۶ نیټه دکانګرس پر وړانۍ برید وکړ ، د امریکا د ټاکنو د تائیدي جسله یې ګډوډه کړه او په زور دکانګرس ودانۍ ته ننوتل.

فیسبوک، انستاګرام او ټویټر ویلي چې ټرمپ د خپلو پلویانو په اړه په ټویټر او فیسبوک په خپلو پیغامونو سره د یادو شبکو پالیسي نقض کړې ده.

ټرمپ په یوې مطبوعاتي بیانیه کې د فیسبوک دا پریکړه هغو میلیونو کسانو ته سپکاوی وباله چې هغه ته یې رایه ورکړې ده.