په کابل کې ننني ځانمرګي برید یو پولیس وواژه

ارشیف

د کابل د تره خیلو د تنګي په سیمه کې نن سهار شاوخوا ۸ بجې یوه ځانمرګي برید کوونکي له یوه سراچه ډوله موټر څخه په استفادې هغه مهال خپل چاودیدونکي توکي وچول چې د پولیسو لخوا ورته د دریدو امر و شو.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت الله ستانکزي امریکا غږ ته وویل بریدکوونکي غوښتل د کابل د ښار په یوې ګڼه سیمې کې چاودنه وکړي چې پولیس له مخکې ورباندې شکمن شوي وو او د مخنیوي پر مهال بریدکوونکي خپل چاودیدونکي توکي وچول چې په پایله کې یې یو پولیس و وژل شو او درې نور ټپیان شول.

د تره خیلو د تنګي لاره کابل ښار ته د غزیدلو لارو څخه یوه له هغو لارو ده چې تیره اونۍ هم یو ځانمرګي په کې د افغان پوځ د کارکوونکو یو کاسټر موټر په نښه کړی وو.

ولسي جرگې ته د ملي امنیت د ریاست د سرپرست څرگندونې

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست سرپرست رحمت الله نبیل د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې یوې استجوابیه غونډې ته د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو په وخت وویل، چې کابل ښار ته د شپږ ویشتو غزیدلو لارو څخه افغان امنیتي ځواکونه یواځې څلور لارې څارې.

ښاغلي نبیل د افغانستان او په ځانګړې ډول د کابل ښار د امنیتي وضیعت په باب د خبرو په وخت وویل چې یوازې د کابل په شاوخوا ولایتونو کې یو سلو شپږ دیرش تروریستي ډلې فعالیت کوي او هم یو سلو اوه ناقانونه وسله والې ډلې په دغه ښار کې فعالې دي.

د افغانستان د ملي امنیت سرپرست وویل چې په کابل کې تر ۵۰۰ پورې زرې بې اسنادو موټر تګ راتګ کوي چې اکثره یې د زورواکو دي.

ښاغلي نبیل وویل "تاسې پوهیږئ چې په کابل او شاوخوا سیمو کې ټول زورواکي په دوه ټیمونو کې تقسیم شوي وو".

د ملي امنیت د سرپرست هدف په تیرو ټاکنو کې د افغانستان د جمهور رئیس او اجرائیه رئیس نه د یو شمیر زورواکانو ملاتړ وو.

تیره ورځ د افغانستان ولسي جرګې د دغه هیواد د ملي امنیت د ریاست، د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستان د وروستیو ناامنیو په اړه استجوابیې غونډې ته وربللي وو.

د کابل ښار ځانگړی امنیتي پلان

د کورنیو چارو وزارت وایي د کابل ښار د امنیت لپاره یې د یو ځانگړي امنیتي پلان طرڅه جوړه کړې او د ملي امنیت شورا ته یې استولی ده.

د افغانستان او په تیره بیا د کابل د وروستنیو پیښو په پام کې نیولو سره د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د امنیت د خونديتوب لپاره د نوي پلانونو د جوړولو خبر ورکوي او وايي، د دغو پلانونو جوړه شوې طرحه یې د امنیت شورا ته سپارلې ده چې له تائید وروسته به یې پلې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل "ټاکل شوې هغه طرحې چې موږ د کابل د امنیت د ښه والي لپاره د امنیت شورا ته سپارلي دي، د امنیت شورا په غونډه کې تائید شي او له هغې وروسته به د امنیتي ځواکونو لخوا عملي شي او هغه امنیتي تشې چې د ملي امنیت رئیس ورته اشاره کړې ده او هغه ستونزې چې موږ اوس لرو، تر ډیره به لرې شي."

د کورنیو چارو وزارت په داسې حال کې د کابل ښار لپاره د نوې طرحو د جوړولو خبره کوي چې په دې وروستیو کې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې ځانمرګي او وسله وال بریدونه خورا زیات شوي دي.