کرزي د پغمان د پيښې د عاملینو د اعدام حکم لاسلیک کړ

د کابل د استناف په محکمه کې د پغمان د پیښې جریان (ارشیف)

د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیالې عادله راز امریکا غږ ته وویل چې حامد کرزي نن سهار، د پغمان د جنسي تیري په پیښه کې د نیول شوو هغو پينځو کسانو د اعدام حکم لاسلیک کړ چې دمخه د افغانستان درې ګونو محاکمو پر هغوی د اعدام حکم صادر کړی وو.

په اعدام محکوم شوي دغه پينځه کسان د اختطاف، وسله والو غلاو او د کابل ولایت په پغمان ولسوالې کې پرڅلورو ښځو ډله ایز جنسي تیري تورن شوي وو او له دې مخکې یې هم څو ځلي په وسله والو غلاو او جنسي تیریو په دوسیو کې ګرم ګڼل شوي وو.

د کابل پولیسو د پغمان په پیښه کې لس تنه تورن کړي وو خو له پيښې یوه اونۍ وروسته اوه تنه مجرمان په کابل او غزني ولایتونو کې د پولیسو لخوا ونیول شول او درې نور لا هم د پولیسو لاس ته نه دي ورغلي.

د ولسمشر کرزي له خوا دغو مجرمانو ته د اعدام د سزا په حکم د لاسلیک دمخه یو شمیر زیاتو افغانانو د یادې پیښې په وړاندې کلک غبرګون ښودلې او د لاریونو په ترڅ کې یې د افغانستان له سترې محکمې او ولسمشر څخه دغو مجرمینو ته د اعدام غوښتنه کړې وه.

د کابل استیناف محکمې د کره اسنادو د شتون په پایله کې د دې پيښې پينځه تنه تورنو ته د اعدام سزا واوروله او دوه نورو ته يې د شلو کلونو بند سزا ورکړه چې بیا وروسته د افغانستان د تمیز محکمې هم د استناف محکمې حکم تائید کړ.

د پولیسو او شاهدانو د ویناوو له مخې د زمري د میاشتې په ۳۱مه نیټه د غلو یوې لس کسیزې ډلې چې د پولیسو یونیفارم یې په تن وو د پغمان ولسوالۍ په ده عربان سیمه کې له موټرو څخه د څو کورنیو غړي راکښته او د هغوی د پیسو او ګاڼو د لوټلو وروسته دغو غلو پر څلورو ښځو ډله ایزه جنسي تیری هم وکړل.

په داسې حال کې چې ولسمشر ددغو غلو د ډلې د پنځه کسانو د اعدام حکم تائید کړی پولیس وایي چې ددغې ډلې د دریو تنو د نیولو لپاره یې هم خپلې هڅي ګړندۍ کړي دي.