امریکا کې د نورو مذهبونو پیروان په روژه کې له مسلمانانو سره مرستې زیاتوي

د ویرجینیا په دارالنور جومات کې ددې سیمې د دولتي ادارو او ښوونځیو مسئولین راغلیو عبادت کوونکو ته د خپلې همکارۍ ‌ډاډ ورکوي.

په امریکا کې مسلمانان چې د روژې په میاشت کې په روژې او نورو عبادتونو مصروف وي نو د ټولنې د نورو مذاهبو غړي ورسره په دې میاشت کې خپله مرسته او همکاري زیاتوي.

د ویرجینیا د مناسس سیمې په دارالنور جومات کې عبادت کوونکي د جمعې له لمانځه وروسته چې کله د سړک نه تیریږي نو د ترافیکو پولیس ورته ولاړ وي چې دوی له کورنیو سره په راحت له سرکه تیر شي.

د پرنس ویلیم کاونټۍ د ترافیکو د پولیسو مشر، وان مارکس، وايي، د روژې په میاشت کې دې جومات ته د نورو میاشتو په نسبت خلک ډېر ورځي. ځکه دوی ورته پوره امادګي نیولې وي چې عبادت کوونکي په سهولت سره له سړک نه تیر شي او نور ترافیک ته هم مشکل پیدا نشي.

د همدې سیمې اوسېدونکی مراکشي الاصله امریکايي، محمد بعضا، وايي، له پولیسو مننه کوي چې د روژې په میاشت کې دلته د مسلمانانو تګ راتګ اسانوي. وايي ډېر ترې راضي دي.

بلخوا دننه جومات کې د سیمې د دولتي ادارو او ښوونځیو مسئولین راغلیو عبادت کوونکو ته د خپلې همکارۍ ‌ډاډ ورکوي.

په دوی کې یو هم د محلي ښوونځي ښوونکی نټ مرفي دی. هغه مسلمان نه دی، خو د خپلو شاګردانو سره یې د یوې ورځې دپاره روژه نیولې ده. هغه وايي: "سږ کال ما د خپلو مسلمانو شاګردانو سره په شریکه روژه نیولې. زه غواړم چې د هغوی له احساسه خبر شم او هم د خپل خدای رضا ترلاسه کړم."

لیسا زرګرپور د فیرفکس سیمې په یوه ښونځي کې ښونکې ده. هغه وايی چې د روژې په میاشت کې له مسلمانو شاګردانو سره خاص مراعت کیږي، چې له کومې ستونزې پرته روژه ونیسي.

نوموړې وايي: "موږ خوشبخته یو چې په یوه داسې ټولنه کې ژوند کوو چې هرڅوک د دې میاشتې په ځانګړتیا خبر دي. په ښوونځیو کې استادان خپلو مسلمانو شاګردانو ته خاص پام کوي او هڅه کوي چې په روژه کې ناراحته نشي."

د ویرجینا ایالت محصله ساجده وايي، هغه په خپل پوهنتون کې هم لمونځ کوي او هیڅ ستونزه نه احساسوي.

د ویرجینا ایالت یوه محصله ساجده وايي، هغه په خپل پوهنتون کې هم لمونځ کوي او هیڅ ستونزه نه احساسوي. هغه وايي: "زموږ په ټولنه او بیا زموږ کالج کې د مسلمانانو شمیر ډیر زیات دی او موږ که لمونځ کوو یا خپل حجاب په سر کوو نو د هیڅ قسم اجنبیت یا انديښنې احساس نه کوو."

بلخوا په ویرجینیا کې د نوو راغلیو افغانانو دپاره د مرستو په یو مرکز کې د نورو رضاکارانو سره د روژې په میاشت کې د مرستې دپاره ددې ایالت اوسېدونکی رابرټ له خپلې کورنۍ سره راغلی دی. هغه د یوې محلي کلیسا غړی دی او غواړي د مسلمانانو سره خپل یووالی وښيي.

رابرټ زیاتوي: "دا چې مسلمانان د روژې په دې میاشت کې خوراک څښاک نه کوي او د کار ډیر توان نه لري، نو موږ بهتره وګڼله چې راشو او له دوی سره په دې خیریه کار کې مرسته وکړو."

د ویرجینیا د مسلمانانو د ټولنې اجرایوي مشر، رفیع الدین احمد وايي، هڅه کوي چې امریکايي ټولنې ته د اسلام اصلي تصویر وښيي او دوی ځانته جلب کړي.

نوموړی وايي: "موږ امریکايي مسلمانان یو. موږ د اسلام استازیتوب کوو نو زموږ کړنې د ټولنې نورو خلکو ته د اسلام اصلي تصویر ښيي‌ او دا تشه وینا نه بلکې عمل غواړي."

د جمعې په ورځ د مسلمانو عبادت کونکو مرستې ته ولاړ پولیس، ښوونکي او د کلیسا غړي په شریکه دا پیغام لري چې امریکا د ټولو مذاهبو شریک کور دی او په شریکه پکې ژوند کوي.