د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یو ګډ راپور کې د کابل د کمپونو څخه د هغو ښځو د احتمالي ایستلو په اړه چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوې اندیښنه ښودلې او ویلي دا اقدام به هغوی د جنسیتي ګواښونو سره مخ کړي.
دغو ادارو ویلي، چې د اقتصادي عواملو سربیره، دغه مېرمنې د عوایدو ترلاسه کولو لپاره چې کومې ټولنیزې اړیکې لري او په کومو بشري مرستو باندې چې متکي دي د ایستلو په صورت کې به یې له لاسه ورکړي.
په راپور کې راغلي چې دغسې ښځې د اوږدې مودې راهیسې په دا ډول ځایونو کې د ټولنیزو شبکو سره نښلول شوي او د خپلو ګاونډیانو له لارې په ټولنه کې بشري مرستې ټولوي، چې له کمپونو څخه په شړل کېدو سره به یې هر څه ختم شي.
په دې راپور کې ویل شوي: " له کمپونو څخه ایستل غیر رسمي او ټولنیز جوړښتونه چې ښځې د معلوماتو ترلاسه کولو په برخه کې پرې متکي دي له منځه وړي، په دې معنی هغه میرمنې چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي ممکن د ډیرو مهمو بشري مرستو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي."
همداشان په دې راپور کې ټینګار شوی، چې ممکن ځینې دا میرمنې خپلو اصلي مینو ته ستنې شي او د بشري مرستو ترلاسه کولو په برخه کې به د جنسیتي محدودیتونو سره هم مخ شي او دا بهیر به په ځانګړي ډول د امیرمنې چې د اوږدې مودې راهیسې په کابل کې ژوند کوي او د خپلو اصلي سیمو سره یې اړیکې کمې دي د هغوی لپاره داګواښونه سخت وي.
دا اندیښنې په داسې حال کې څرګندیږي، چې د طالبانو حکومت په کابل کې د ځایه شویو کسانو د کمپونو د ړنګولو او خپلو سیمو ته د هغوی د ستنولو نیت لري.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په میاشت کې کابل ښاروالۍ د کابل ښار په څنډو کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو یو کمپ ونړوه. د ملګروملتونو د شمرنو له مخې په دغه کمپ د ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې کورنۍ اوسیدلې.
ملګروملتونو ویلي، چې د طالبانو چارواکي د کمپونو ړنګول داسې توجیه کوي چې دا بې ځایه شوي کسان د جګړو څخه تښتیدلي دي چې په دولتي ځمکو ورته د اوسیدو لنډ مهال لپاره اجازه ورکړل شوې وه.
اوس چې په ټول هیواد کې جګړه پای ته رسیدلې بې ځایه شوې کسان باید خپلو مینو ته ستانه شي او ځمکه بیرته حکومت ته وسپاري.