د امریکا په ویرجینیا کې د لوډسپیکر له لارې آذان ته اجازه ورکړل شوه

سږکال د روژې په میاشت کې، د امریکا متحده ایالاتو د ویرجینیا یوه کوچني ښارګوټي چې لږ شمیر مسلمان اوسیدونکي لري، په نادر ډول اجازه تر لاسه کړې چې په لوډسپیکر کې آذان وکړي او خلک لمانځه ته وبولي.

د اوکوکوان سیمې د الحسین جومات له لوډ سپیکرونو څخه د آذان د غږ اوریدلو ته د لسګونو مسلمانانو سربیره د سیمې نور اوسیدونکي هم راټول شوي وو.

دا په دې سیمه کې یوازینی جومات دی. د انور قاسمي په نوم ددې سیمې یو مسلمان د اذان تر اورېدلو وروسته وویل: "دا واقعاً، تاریخي ده. په لومړي ځل په ویرجینیا کې له جومات څخه بهر آذان دی."

ایمن فاطمه د دې سیمې یوه بله اوسېدونکې ده. نوموړې وايي: "زه شکرګذاره یم چې مونږ ته د دې کار فرصت راکړل شوو. زه فکر کوم چې دا په ټولنه کې د ښه والي احساس رامنځ ته کوي."

د امریکا په ښارونو کې معمولا مذهبي مراسمو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د لوډ سپیکر له لارې بیانونه وکړي. خو سیمه ییز حکومتونه کله ناکله اجازه ورکوي.

په لوډسپیکر کې آذان په لومړي ځل په ۲۰۰۴ کې د متحده ایالاتو د میشیګن په هامټرامک ښارګوټي کې قانوني شو او له هغه وخت راهیسې په څو نورو ښارونو او ښارګوټو کې هم عملي کیږي.

دا هم ولولئ د امریکا لومړنی جومات چې آ‌ذان پکې په لوډ سپیکر کې کیږي او بهر اوریدل کیږي

د اوکوکوان ښاروال ارني پورټا وايي، دا د دوی لپاره یو نعمت دی. نوموړی زیاتوي: "ما فکر وکړ چې دا به د اوکوکوان د خلکو لپاره ښه وي چې اذان واوري. دا به یې د کلتوري تجربې لپاره هم ښه وي."

په دغه ښارګوټي کې چې شاوخوا ۱۱۰۰ اوسیدونکي لري، د روژې په میاشت کې تر اوسه دوه ځله د جمعې له لمانځه مخکې په لوډ سپیکرونو کې آذان شوی.

د اوکوکوان اوسیدونکې ډونا مورالز وايي، دا دوی ته له یو محدود فکري چوکاټه د بهر فکر کولو توان ورکوي. هغه وايي: "زه فکر کوم چې دا کار ټولنه سره یوځای کوي او واقعاً د خلکو سترګې پرانیزي چې سربیره پرهغه څه چې دوی د مسلمانانو په اړه اوریدلي ډیرنورڅه هم شته."

ددې ښارګوټي د کلیسا تاریخي ودانۍ چې په ۱۸۰۰ مو کلونو کې جوړه شوې وه دوه کاله وړاندې د مسلمانانو وړې ټولنې و پیروده او په الحسین جومات یې بدله کړه.

د الحسین جومات امام ظفر اقبال نوري وايي، موخه یې دا ده چې خلکو ته ووايي چې اسلام ډېر منځلاری دین دی او هغه خلک چې د دې دین پیروي کوي، له خپلو خپلوانو او ګاونډیانو سره خورا مهربان او همکار دي.