د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت شنبه ډسمبر ۹ (لیندۍ۱۸) په اسرائیل د ۱۴ سوو ټانک مرمیو پلورل منظور کړل چې مجموعي ارزښت یې ۱۰۶.۵ میلیون امریکایي ډالر کیږي.
وزارت ویلي چې د دغو مهماتو د پلورلو په هکله یې کانګرس ته د واشنګټن پر وخت جمعه ناوخته وروسته تر هغه احوال ورکړ چې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د متحده ایالاتو د ملي ګټو په خاطر په "سمدستي توګه د وسلو پلورل" عاجل وبلل.
سره لدې چې د متحده ایالاتو لخوا په نورو هیوادونو د هر ډول وسلو پلورل باید د کانګرس لخوا ومنل شي خو په اسرائیل دا مهمات د کانګرس منظورۍ پرته پلورل کیږي. د امریکا حکومت ډیر لږ وخت دا ډول اقدام کوي، په ځانګړې توګه کله چې حکومت وویني د کانګرس غړیو د منظورۍ پرته باید وسلې یا مهمات په سمدستي توګه یو هیواد ته واستول شي.
د اې پي خبري اژانس معلوماتو له مخې د متحده ایالاتو لږ تر لږه څلورو حکومتونو د ۱۹۷۹ میلادي کال راپدیخوا د همدې واک څخه کار اخیستی. د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا مهمات به د امریکا د موجودۍ څخه ورکړل شي.
د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې متحده ایالات د اسرائیل امنیت ته په خپلو ژمنو ولاړ او د وسلو دا پلورل د امریکا ملي ګټو لپاره مهم دي چې "د اسرائیل سره د خپل ځان دفاع وړتیاوو چمتوالي لپاره مرسته شي".
په عین حال کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې په مهماتو کې د ټانکونو ۱۲۰ ملي متره مرمۍ او M830A1 د ټانک ضد مرمۍ او نور وسایل شامل دي چې په ټانکونو کې ترې کار اخیستل کیږي.
امریکا داسې مهال په اسرائیل ددې وسلو او مهماتو د پلورلو خبر ورکوي چې جمهور رئیس جو بایډن د کانګرس څخه د اسرائیل، اوکراین او ملي امنیت ځینو نورو پروګرامو لپاره د ۱۰۶ ملیارد ډالرو بودجې غوښتنه کړې خو کانګرس د کډوالۍ پالیسي او سرحدي امنیت پر سر د جنجال له کبله دا غوښتنه تر اوسه نده منلې.
په اسرائیل د حماس برید څخه سمدستي وروسته متحده ایالاتو د اسرائیل سره ملاتړ څرګند کړ، د نظامي او نورو مرستو ژمنې یې ورسره وکړلې او هم یې دې سیمې ته یوه الوتکې وړونکې کښتۍ واستوله تر څو د اسرائیل پر ضد د "خصمانه کړنو" مخه ونیسي او پرې نښودل شي چې دا جګړه نورو سیمو ته پراخه شي.
متحده ایالاتو همدارنګه تیره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ اوربند کیدو لپاره د دې شورا پریکړه لیک رد یا ویټو کړ.
د امنیت په شورا کې د امریکا استازې رابرټ ووډ، د خپلې پریکړې په دفاع کې ویلي چې دا پریکړه لیک "له واقعیتونو بیل" دی او دا دلیل یې هم ورکړی چې په سیمې کې د بدلون سبب به نشي.
په پریکړه لیک کې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د هر ډول قید او شرط پرته اوربند غوښتنه شوې وه خو د متحده ایالاتو استازي ددې پریکړه لیک ملاتړي هیوادونه وغندل چې د دې ډول اوربند لپاره یې خپله غوښتنه بدله نکړله.
هغه زیاته کړه، " په پریکړه لیک کې لا هم د قید او شرط پرته اوربند غوښتنه شوې. دا به حماس پخپل حال پریږدي او دا وړتیا به ورکړي چې هغه څه تکرار کړي چې د اکټوبر په ۷مې یې کړي و".
د اسرائیل صدراعظم بنجامین نیتن یاهو د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو د دې پریکړې قدرداني وکړله او زیاته یې کړه چې"نور هیوادونه هم باید پوه شي چې دا امکان نلري چې په عین وخت کې هغوي د حماس له منځه وړلو ملاتړ کوي او بله بلې خوا د جګړې بندیدل غواړي".
نیتن یاهو ویلي اسرئیلي ځواکونه به تر هغه وخت جګړه کوي، چې د جګړې اهداف نه وي تر لاسه شوي خو پدې هکله یې څه ندي ویلي چې اهداف یې څه دي.
په عین حال کې د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړله او دا یې وغندل چې یوازې د متحده ایالاتو د ویټو کولو له کبله په غزې کې د اوربند لپاره غوښتنه نه منل کیږي، پداسې حال کې چې نور هیوادونه د دې پریکړې ملاتړ کوي.
ښاغلي اردوغان په استانبول کې د بشري حقونو په یوې غونډې کې وویل،" د ملګرو ملتونو امنیت شوار لخوا د اوربند غوښتنه یوازې د متحده ایالاتو ویټو کولو په خاطر رد کیږي. آیا دا عدالت دی؟"
د حماس ډلې د اکټوبر په اوومې په اسرائیل ناڅاپي برید وکړ، لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل او تر دوو سوو نور یې یرغمل کړل چې یو زیات شمیر یې په شپږ ورځني اوربند کې خوشې شول.