امریکا کې سوداګر د سږکال رخصتیو فصل ته هیله من دي

په امریکا کې د پنجشنبې د شکرانې له ورځې وروسته د روان کال د رخصتیو دپاره د پېرلو فصل پیلیږي. اقتصادپوهان ګوري چې د انفلاسیون د لوړې کچې له امله په ټکني شوي اقتصاد کې خلک د رخصتیو په دې فصل کې څومره لګښت ته زړه ښه کوي.

د پایتخت واشنګټن په څو کلیومترۍ کې د الکسانډریې تاریخي ښار پلورنځيو ته د ځايي خلکو سربېره ډیر سیلانیان هم ځي.

په دغه ښار کې د "ریډ بارن مارکینټایل" په نوم د کورنیو توکو مغازه د کرونا وبا له بندیزونو وروسته په مټې پرانیستې پاتې ده. ددې پلورنځي څښتنې ایمي رادرفورډ وویل: "خورا مایوسوونکی حالت و. موږ اندیښمن وو چې شاید ورڅخه و نه وځو."

سږکال که څه هم د پېرونکو شمېر زیات شوی خو د انفلاسیون اغېزه احساسیږي. په امریکا کې د پرچون پلورنې ملي فدراسیون وړاندوینه کوي چې د نومبر او ډسمبر په میاشتو کې به د رخصتیو پلور د تېر کال په پرتله له شپږ څخه تر اته سلنې زیات وي. خو څېړونکي وايي پیرونکي د ارزانه نرخونو په لټه کې دي.

د پرچون ملي فدراسیون کارکوونکې کاترین کولن وویل: "خلک د معمول برخلاف د مختلفو برانډونو او داسې پلورنځیو په لټه کې دي چې تخفیف ولري. ډیری پیرودونکي د رخصتۍ پېر وختي پیلوي ترڅو د مناسبو نرخونو د موندنې او سپما دپاره کافي وخت لري."

د متحده ایاالتو لویو پرچون پلورونکو ددې کال په درېیمه ربع کې د اقتصادي ودې مخلوط راپور ورکړی. والمارټ وویل پلور یې د تمې خلاف لوړ شوی خو مېسيز بیا په خپلو پلورنځیو کې د رخصتیو له فصل وړاندې د پېر د کچې د ټیټېدو خبر ورکړی او د نرخونو د راټیټولو احتمال یې ښودلی.

دا د شمالي ویرجینیا په پلورنځیو کې د پیرودونکو دپاره ښه خبر دی. ددې سیمې اوسېدونکې محبوبه اشرفي چې د رخصتیو د پېر دپاره ښار ته راغلې وه، وویل: "شاید ډېر پېر وکړم ځکه د کرونا وبا په ورځو کې موږ دومره پیسې نه دي لګولي. په کورونو کې بند پاتې وو. په همدې خاطر غواړم اوس مصرف وکړم او له دې فصل څخه خوند واخلم."

په تېرو درې کلونو کې د کرونا له وبا وروسته په لومړي ځل خلک د رخصتیو په دې فصل کې کولای شي پلورنځیو ته په ارام زړه ولاړ شي. د پلورنځي څښتنه ایمي رادرفورډ دې فصل ته هیله منه ده.

هغې وویل: "د کوچني پلونځي د مالکې په توګه سږکال زه خوشبینه یم. پوهیږم چې انفلاسیون یو شی دی چې دا مهال یې پر ډیرو خلکو اغیزه کړې ده. خو کریسمس راروان دی او موږ ټول ورته سترګې په لار یو."

د انفلاسیون له اندېښنو سره سره، د سوداګریو مالکان هیله لري چې پیرودونکي به د رخصتیو په دې فصل کې د سوغاتونو د پېرلو او ډالۍ ورکولو رسم ژوندی وساتي.