د کابل ښار د نن مازدیګر د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د ملي دفاع وزارت شپږ کارکوونکي ووژل شول او د ملکي وګړو په ګډون له لسو زیات ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د سترې محکمې د دارالانشاء رئیس عتیق الله رؤفي د ناپیژاندو وسله والو لخوا په کابل کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت وايي د ښځینه پولیسو د روزنې د مرکز د جوړولو چارې به په اتلسو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د هرات ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو لخوا د شینډنډ ولسوالۍ نیول ردوي او وايي چې د دغې ولسوالۍ پر بازار دولت بشپړ کنټرول لري.
د امریکا د دفاع وزیر په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د القاعدې او طالبانو د تعقیب لپاره په افغانستان کې ۱۰۰۰ اضافي عسکر پریږدي.
د کورنیو چارو وزارت د بریښنايي تذکرو د څانګې عملیاتي رئیس وايي, د بریښنايي تذکرو د ویش بهیر به د ولسمشر له حکم وروسته پيل شي.
سعودي عربستان په کابل کې د سیمې په کچه د یو ستر اسلامي مرکز جوړولو پریکړه کړې ده.
جنرال دوستم وايي چې د حکومت اوسنۍ ستونزه د نوې کابینې جوړیدل دي، وزیران او والیان سرپرستان دي، اجرائیوي صلاحیتونه نلري.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل په ننني برید کې د یو خصوصي شرکت دوه ساتونکي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د سوداگرۍ وزارت وایي، پاکستان ته د افغان ولسمشر د سفر په وخت دواړو هیوادونو د یو ترجیحي سوداګریز تړون په لاسلیک کولو موافقه وکړه.
امنیتي چارواکي وايي، په کابل کې د نن ورځې د برید هدف چې درې تنه په کې وژل شوي، د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې پاکستان ته به د ولسمشر غني سفر د افغانستان امنیتی وضیعت ښه کړي.
د ملګرو ملتونو او افغان حکومت یوه ګډه سروې وایي په افغانستان کې د مخدره موادو په کرکیله کې د تیرکال په نسبت ۷ ٪ زیاتوالی راغلی دی.
د کابل ښار پولیس وايي د یو لړ خاصو عملیاتو پر مهال یې تر سلو زیات د نشه يي توکو پلورونکي نیولي چې ډېر یې ماشومان دي.
د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یو ویاند وايي چې د نوی کابینې لېست به د لندن له غونډې مخکې بشپړ شي.
افغان ښځینه فعالینې هڅه کوي، د افغانستان ولسمشر ته د ښځو اړوند مسلو په هکله د مشورو لپاره د ښځو یو مشورتي بورد جوړ کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي، د مرمرو ډبرې د ایستلو وروسته ۵۰٪ له افغانستان نه بهر ته قاچاق او له پروسس وروسته بیرته راوړل کیږي.
د افغانستان یو وتلي سندرغاړي فرهاد دریا د "سرتیریه! زما وینه تر تا ډیره سره نه ده" تر شعار لاندې افغان ځواکونو ته د وینې ورکولو کمپاین پیل کړ.
جمهور رئیس احمدزی د چین د جمهور رئیس په بلنه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تیره شپه په یو څلور ورځني سفر چین ته لاړ.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله له حکومت څخه غواړي چې په نوې کابینه کې دي د بشري حقونو سرغړوونکو ته ځای نه ورکوي.
نور پورته کول