په چین کې د آسیا د زړه هیوادونو د کنفرانس له جوړیدو دمخه نن په کابل کې د بیجینگ د کنفرانس ګډونوالو سره سلاء مشورې وکړې.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي له ۱۳۸۲ کال څخه د ۱۳۹۳ کال تر سنبلې پورې د افغانستان د ملي اردو ۶۸۵۳ سرتیري وژل شوي دي.
ولسي جرګې پریکړه کړې چې راتلونکې اونۍ د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون په هکله په کمیسیونونو کې بحث پیل کړي.
له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په روان کال کې شاوخوا ۱۲۵۰ قاچاق وړونکي نیولي دي چې ۳۰۰ تنه یې غټ قاچاق کوونکي دي.
د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې د فساد په وړاندې د ملي یوالي د حکومت له اقداماتو ملاتړ وکړ.
د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو پر سر د احمدزي او عبدالله له توافق وروسته نن د عبدالله په مشرۍ د وزیرانو شورا لومړنۍ غونډه وکړه.
سلګونو غړو نن کابل کې سړک ته راوتلي وو او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي حضور او هم په عراق کې د داعش دډلې پر ضد لاریون وکړ.
احمد ضیا مسعود د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د افغانستان د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه نن لوړه وکړه.
د شفافیت د څار سازمان په افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي د قانون نشتوالي د فساد پر وړاندې په مبارزه کې یو لویې خنډ گڼي.
د افغانستان منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي چې د ټاکنو په پرتله د ملي هدفونو تر لاسه کول آسانه کار دی.
د افغانستان ولسمشر نن شنبه د پغمان د پيښې د ډله ایز جنسي تیري د پنځو تنو مجرمانو د اعدام حکم لاسلیک کړ.