TV Schedule
له ماشومانو د ډېر کار تمه او د هغوي په روان یې اغیز - ژوند په امریکا کې
له ماشومانو او تنکي ځوانانو څخه د میندو او پلرونو ډیره تمه چې ماشومان باید په هر کار کې ډیر تکړه وي او له خپلو همځولو مخکې شي، د هغوی په ژوند کې سختې ستونځې رامنځته کوي. په همدې اړه د جورج واشنګټن پوهنتون د ماسټرې برخې محصل همایون خان، په انګریځي ژبه یو کتاب لیکلی. په دې خپرونه کې له دغه ځوان لیکوال او د ده له کتاب سره آشنا کیږو.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د افغانستان د کانونو کیندنې تړونونو ته غبرګونونه – ۳۰ دقیقې
د دېرش دقیقو په دغه خپرونه کې د افغانستان د کانونو کیندنې دپاره د بهرنیو شرکتونو سره د طالبانو د تړونونو پر څرنګوالي بحث شوی. د ادیانو د ازادۍ په چارو کې د متحدو ایالتونو د کمیسیون تازه راپور هم څېړل شوی چې وايي د طالبانو فرمانونو میرمنې محدودې کړې دي.
د حایل اونیزه خپرونه
په دغه تلویزیوني خپرونه کې د بېلابېلو اړخونو سره په مخامخ، ژورو او تودو بحثونو کې د افغانستان، سیمې، او نړۍ مهم سیاسي، امنیتي، اقتصادي، او ټولنیز موضوعات څېړل کېږي. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.