TV Schedule
د تورخم دروازې د بندیدو پنځمه ورځ: د اتصال د یکشنبې خپرونه
پنځه ورځې کیږي چې د تورخم دروازه بنده ده طالبان وايي د تورخم دروازې تړل کېدل د ښه ګاونډیتوب خلاف اقدام دی. د تورخم په نښته کې کوم لوری ملامت و؟ آيا په پوله کې د نښتې لاملونه پوځي شخړې دي او که سیاسي حساسیتونه؟ پدې او نورو پوښتنو د اتصال د یکشنبې په پروګرام کې د کابل او پیښور پوهنتون د استادانو سره پرې بحث شوی دی.
په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی - د اشنا د یکشنبې خبري ټولګه
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د نشه یي توکو تولید او قاچاق زیات شوی. بلخوا پنځمه ورځ ده چې د تورخم بندري لار بنده ده او سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالر زیان اوړي. او سږکال د کانکور ازموینه کې د یو پلار او دوه زامنو کامیابۍ په اړه راپور د امریکاغږ اشنا د یکشنبې په خپرونه کې کتلای او اوریدلای شئ.
ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي: سپینې خبرې
ملګري ملتونه وایي افغانستان په چټک ډول د متامفتامین په یو ستر تولیدونکي هیواد بدلیږي. د دا ډول مخدراتو د تولید او قاچاق مخنیوی څنګه کیدلی شي؟ دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.