پاکستان په خپله خاوره یوځل بیا د افغان کډوالو د نیولو په تړاو د تازه هڅو د پیلېدو خبره کوي. پدې هکله او د افغان میرمنو د حقونو په تړاو د ریچارد بینیټ د تازه څرګندونو په مسلې د اتصال د پروګرام د میلمنو سره خبرې شوي.
پاکستاني شنونکي وایي چې د افغانستان د جګړې لمن د ډیورند پورې غاړې ته خپره شوې. پدې خپرونه کې دا مسئله او د طالبانو له حکومت څخه د ملګرو ملتونو تازه غوښتنې څپړو. د افغانستان د اردو د دوو پخوانیو غړو د پوځي خدمت کیسه هم کوو.
د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰