TV Schedule
بو علي سینا: پر جنسي اړیکو د نشه یې توکو د کارولو ناوړه اغیزې
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې پر سالمو جنسي اړیکو او لیوالتیا باندې د نشه یې توکو د استعمال ناوړه اغیزې، د اپنډیکس التهاب او د هغه د درملنې او مخنیوي لارې چارې، د خپګان او له هغه څخه د وتلو د لارو چاور په اړه د امریکا د کانګرس د یو غړي کیسه اویو شمېر نورو اړوندو روغتیايي موضوعاتو باندې بحث کیږي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
امریکا: که طالبان مشروعیت غواړې نو خپلې ژمنې پوره کړي. اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا خپرونې د شنبې په خبري ټولګه کې د امریکا لخوا د طالبانو رسمیت پېژندنې په اړه د سپینې ماڼۍ تازه بیان واورئ. ترڅنګ يې په ایران د امریکا تازه بندیزونه اعلان شوي او په افغانستان کې د ورزش په اړه د طالبانو تګلارې ته کتنه کوو.
سپینې خبرې: د طالبانو پر وړاندي د امریکا د متحدو ایالتونو پالیسي
د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي د نجونو او ښځو د تعلیم د حق موضوع د افغانستان کورنۍ مسله بللې، خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند بیا ویلي که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي، باید خپلې کړې ژمنې پر ځای کړي چې افغان نجونو او میرمنو ته د زده کړو د حق ورکول هم په کې شامل دي. آیا د طالبانو د حکومت پر وړاندې به د امریکا د حکومت پالیسي بدله شي؟
نن او وضعیت: د پوهاند حبیب الله تږی د علمي اثارو ارزونه
د نن او وضعیت په نننۍ خپرونه کې د امریکا غږ د پښتو خپرونې د بنسټ ایښودونکي ارواښاد پوهاند حبیب الله تږی، د علمي اثارو په هکله د څیړوندوی ضیاوالحق سیند سره مرکه لرو. د افغانستان د علو مو د اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو د مرکز د ژبپوهنې د څانګې علمي غړي ضیاوالحق سیند، د پوهاند ډاکټر حبیب الله تږي د اثارو تحلیلي څیړنه کړې ده. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.