TV Schedule
:د افغانستان په اړه د پاکستاني صدراعظم څرګندونې اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د امریکاغږ اشنا ټلویزیون د یکشنبې په خپرونه کې به د پاکستان د ګټو لپاره په افغانستان کې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان د صدراعظم څرګندونې واورئ. د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د جمهور رئیس بایډن ګډون او نړیوالو ستونزو یادونه کیږي او د کردۍ مهسا امیني په یاد د امریکا او ایران سربیره د نړۍ په ډيرو ښارونو کې غونډې او مظاهرې شوي.
آیا د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل هیواد پرضد کارول کیږي؟ : سپینې خبرې
د پاکستان د لنډ مهاله حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د عملیاتو په اړه ویلي چې د پاکستان د دفاع لپاره هر اقدام ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړي. آیا د افغانستان خاوره د پاکستان یا بل هیواد پرضد کارول کیږي؟
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.