TV Schedule
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د طالبانو د حکومت سره د ایران او پاکستان ناندرې
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې به د طالبانو او د ایران چارواکو ترمنځ ناندرې واورئ. د افغانستان او سیمي د امنیتي ګواښونو د زیاتیدلو په اړه پاکستان اندېښنه څرګنده کړې او د تورې بحیرې له لارې د روسیې د ناقانونه ترانسپورتي فعالیتونو باره کې راپور هم ګورئ او اورئ.
سپینې خبرې: د طالبانو د حکومت او ایران ترمنځ د کړکیچ دوام
پداسې حال کې چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ایراني مقاماتو ته ویلي چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د رامنځته کیدو لپاره له سپارښتنو ډډه وکړي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي دپلومات د متقي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د موضوع په دوه اړخیزه کولو او شخصي کولو سره، نشي کیدای له نړیوالو مسولیتونو وتښتو. ایا د دغو څرګندونو تبادله او د هلمند د اوبو د حق په اړه وروستي کړکېچونه له یو بل څخه د دواړو لورو د غوښتنو د نه عملي کیدو په هکله د اختلاف څرګندونه کوي؟
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.