TV Schedule
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د حایل اونیزه خپرونه
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي دي چې د ظلم په اساس جوړ شوي حکومتونه بقا نلري. ایا د ملا هبت الله دا څرګندونې د طالب مشرانو د ظلم او ستم او بې عدالتیو په اړه اندېښنه ده؟ ایا د طالبانو حکومت توانېدلی عدالت تطبیق کړي؟ د حایل د دې اوونۍ په ځانګړې خپرونه کې په همدې اړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد او د مخکني حکومت د سولې له یو مذاکره کوونکي محمد ناطقي سره تود بحث لرو. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
د اشنا ځانګړی اختریز پروګرام
د اشنا د اختر په خپرونه کې د افغان او تاجیکستاني هنرمندانو سره مرکې، د اختر په اړه له افغانستان او نړۍ څخه ځانګړي راپورونه او په زړه پورې افغاني او تاجیکستاني موسیقي او سندرې وړاندې کیږي.