TV Schedule
په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو لاملونه: بوعلي سینا خپرونه
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې په بصری سیستم د نشه یی توکو د استعمال ناوړه اغیزې، د ټپ څخه د وینی بهیدو د مخنیوي سمدستی لارې چارې، په ماشومانو کې د رواني اختلالاتو اصلي لاملونه او په کابل کې د سره صلیب د اورتوپیدي روغتون څخه د یو راپور ترڅنګ، د روغتیا له نړۍ پر یو شمېر موضوعاتو باندې بحث کیږي.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
د ملګرو ملتونو غونډه؛ طالبان په سیستماتیک ډول ښځې حذفوي- د اشنا د شنبې خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د افغانستان د ښځو او نجونو په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې جزئیات خپروو. چین کې د یوه کمربند او یوې لارې لسمه کلیزه لمانځل کېږي او د خپرونې په پای کې د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت راپور خپروو.
ایا د طالبانو حکومت د اساسي قانون جوړولو واک او توان لري؟ : سپینې خبرې
د طالبانو حکومت د افغانستان د نوي اساسي قانون په جوړولو کار پیل کړی دی. ایا د طالبانو حکومت د اساسي قانون جوړولو واک او توان لري؟ د سپینې خبرې نن شپې په خپرونه کې پدې هکله خبرې کوو. تاسې کولای شئ خپلې پوښتنې او نظر دلته ولیکئ چې د خپرونې له میلمنو سره یې شریک کړو.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.