TV Schedule
د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه
د اشنا د یکشنبې ورځې په خبري خپرونه کې؛ په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي وایي، افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد ته خطر نه دی او مولوی یعقوب وایي که څوک د جهاد په نیت له افغانستان څخه بهر ځي، دا جهاد نه بلکې جګړه ده. خو هغه ندي ویلي چې افغانان کومو هیوادونو ته د جهاد په نیت ځي او ولې طالبانو ته پدې اړه اندېښنې پیدا شوي دي. همداشان د ننګرهار او کونړ په ګډون دیارلسو ولایتونو کې د کانکور دویم پړاو ازموینې پیل شوې، خو له دولسم ټولګي نه ښځینه فارغانو ته پکې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
سپینې خبرې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد ویلی که څوک له افغانستان نه بهر د جهاد لپاره ځي، جګړه یې جهاد نه بلل کېږي. نوموړي ویلی دا د امیر امر دی او اطاعت یی واجب او فرض دی. ایا دا امر به د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د امنیتی اندیښنو د لیرې کولو سبب شی؟ د سپینې خبرو د نن شپې په خپرونه کې په همدې مسلې بحث کوو.
مستند۵۲
د "مستند ۵۲" په نامه د امریکاغږ د مستندو فلمونو لړۍ د تودو بشري موضوعګانو په وړاندې کولو سره تاسې له نړۍ سره نښلوي. دغه مستندونه د جالبو تصویرونو په ښودلو او د جذابو روایتونو په وړاندې کولو سره تاسو ته د سیمو او پېښو په اړه د تحقیق زمینه برابروي. دا خپرونه هره یکشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۰:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ، پښتو او دري فیسبوک او یوټیوب چاینلونو له لارې خپریږي. تاسو دا مستندونه د امریکا غږ په ویبسایټونو او ټولنیزو رسنیو کې هم کتلای او تعقیبولای شي.