TV Schedule
ژوند په امریکا کې: جومات کې بم ایښودونکی عسکر چې د افغانانو په دعوت مسلمان شو
په امریکا کې د هغو دوو افغانانو په زړه پورې کیسه چې له اسلامي او انساني اخلاقو سره توانېدلي هغه امریکایي پخوانی پوځي اسلام ته دعوت کړي چې غوښتل یې د انډیانا ایالت په یوه جومات کې بم کېږدي او د سلګونو مسلمانانو د وژل کیدو لامل شي. په دې اړه یو مستند فلم هم جوړ شوی چې تیر کال د اسکار جایزې ته نومول شوی و.
کاکتوس+ با لشکری
د کاکتوس+ د دې اونۍ خپرونې مېلمنه، د افغانستان د موسیقۍ وتلې ستورې، مېرمن هنګامه ده. مېرمن هنګامه چې په دې وروستيو کې یې د سينما نړۍ ته مخه کړې، په دې خپرونه کې د خپل شخصي ژوند او هنري کارونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. نوموړې د افغانستان له وتلي سندرغاړي احمدظاهر سره د خپلو خاطرو په اړه وايي، چې د افغاني موسیقۍ په نړۍ کې د ارواښاد احمدظاهر ځای هيڅوک نشي نیولی. دغه په زړه پورې خپرونه د جمعې په ماښام ۶:۳۰ بجې د امریکا غږ د سټلایټ، یوټیوب چینل او فیسبوک پاڼې کې کتلی شئ.
د طالبانو لخوا د کانونو د وروستیو تړونونو، ارزونه – حایل خپرونه
په دغه خپرونه کې، د اوسنیو او پخوانیو اړوندو چارواکو سره د طالبانو او یو شمېر شرکتونو ترمنځ د شپږ نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت د کانونو د استخراج د تړونونو او د هغو د پلي کېدلو څرنګوالی څېړل شوی دی. دا نیم ساعته، اونیزه خپرونه، هره جمعه د ماښام پر اووه نیمې بجې، د امریکاغږ د سټلایټ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي.
په تورخم او چترال کې د امنیتي وضعیت ترینګیدلي کېدل - نن او وضعیت خپرونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په کرښه د چهارشنبې د ورځې د لنډې نښتې وروسته، نن جمعه د درییمې ورځې لپاره هم د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده, په دې اړه د "نن او وضعیت" په خپرونه کې بحث شوی. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰
افغانستان کې د ترافیکي پېښو لاملونه څه دي؟ - ستاسې غږ
د ستاسو غږ په دې خپرونه کې په افغانستان کې د ترافیکي پیښو د عمده لاملونو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه عامو افغانانو نظرونه څرګند کړي دي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰