TV Schedule
د کم عمره نجونو په روغتیا د واده اغیزي: بوعلي سینا خپرونه
د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې، په کم عمره نجونو باندې د ودونو ناوړه اغیزې، د ګرځنده ټیلېفونونو او ټولنیزو رسنیو ډیر کارول او تنکي ځوانانو ته د هغه زیانونه، میاشتنی عادت - شرم یا د بدن نورمال فزیولوژیکي معمول، د سترګو ویروسي التهاب او د هغه د مخنیوي پر لارو چارو رپوټونه کتلای شئ.
کاکتوس+ با لشکری
د "کاکتوس+ با لشکری" په خپرونه کې له هغو افغان څېرو سره ژور بحثونه کېږي چې اکثریت افغانان یې له نومونو، فعالیتونو او کارنامو سره اشنا دي. د دې خپرونې چلوونکی مختار لشکری دی او دا خپرونه هره جمعه او شنبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۰۶:۳۰ د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي شبکو له لارې خپریږي.
په افغانستان کې امنیتي ګواښونو د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي- د امریکاغږ اشنا خبري ټولګه
د امریکاغږ اشنا د شنبې په خبري خپرونه کې د افغانستان په اړه د شانګهای کنفرانس د غړو هیوادونو اندېښنې څیړو، د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو غونډه په نوي ډهلي کې پیل شوې او کابل کې لوبغاړي د نړیوالو رزمي لوبو لپاره چمتوالی نیسي.
سپینې خبرې: د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه له طالبانو د پاکستان حکومت غوښتنه
د پاکستان حکومت یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان د ترهګرو بریدونو مخه ونیسي. د پاکستان دا ادعا څومره واقعیت لري چې وایي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کیږي؟ دا سپینې خبرو پروګرام په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.
د کاروان د تکنالوژۍ ځانګړې خپرونه
د کاروان ځانګړې خپرونه د تکنالوژۍ د نړۍ څخه په تازه او په زړه پورې خبرونو او رپوټونو سره تاسې د ننني عصر د پرمختیاو څخه خبروي. د تازه پرمختیاو، نوښتونو او د بشر د ژوندانه د مختلفو اړخونو اړوندو نویو اختراعګانو په هکله د کاروان د اونیزې خپرونې کتل چې د شنبې په شپو په ۱۰:۳۰ بجو د امریکاغږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپریږي، مه هیروئ.