د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی طالبانو جنوبي وزیرستان کې برېد کړیدی او اته تنه عسکرېې وژلی دي


پاکستانی طالبانو د پاکستان پرېوه نظامی پوسته باندی په شمال لوېدېځ پاکستان کې برېد کړیدی او اته تنه عسکرېې وژلی دي. امنېتی چارواکی وايی چې عسکرو په ځواَبي برید کې لس تنه طالبان نن د چارشنبی په ورځ د جنوبی وزېرستان په قباېلی علاقه کې ووژل. تردې مخکی په رپوټونو کې وېل شوی وو چې طالبانو نهه تنه عسکر وژلی دی. د پاکستان طالبانو ددغه برید مسوولېت په غاړه اخېستی دی.
.
له بل پلوه، د پاکستان په تر ټولو لوي او صنعتی ښار کراچي کې د تیرو دوو ورځو په تاوتریخوالي کې لږ تر لږه څلورویشت تنه وژل شوی دی.
د سیمه اییزو رپوټونو پر بنسټ اکثر قربانیان پرون او بل پرون د هغو وسله والو له خوانه چې ویل کېږی د سیاسي او مذهبی ډلو سره تړاو لري وژل شوېدی. پولیسو هم پدی اړه چی پدی برید کی به د چا لاس وي تر اوسه پوری څه ندی ویلی.
په کراچی کی چی نفوس یی اتلسو ملیونو ته رسيږي، دا وروستی تاوتریخوالی دسیاسي کړکیج او بی ثباتی اور ته لا لمن وهي.
یوازی سږ کال تر اوسه پوری پدی ښار کی د تاوتریخوالو له کبله د مړو ټول ټال شمیر اوه سوو ته رسیږي.
XS
SM
MD
LG