د هند د راجستان ایالت په کلیوالي سیمو کې د لرغونې زمانې راهیسې دود دی چې خلک په کې هر کال د موسمي بارانونو پر وخت ډله ییزې نڅاوې کوي او سندرې وایي. پدې ویدیو کې د راجستان ایالت د اوداپور ښار بهیر په یو یو کلي کې خلک دودیزه نڅا کوي، سندرې وایي د اورښت او ښه حاصلاتو لپاره دعاوې کوي>
سوات چې له یوې خوا د خپل طبیعي ښکلا له امله په نړۍ کې شهرت لري، له بلې خوا په زیاته اندازه د معدني موادو زیرمې هم لري. ځایي خلک د زمرد او نورو قیمتي ډبرو له کانونو څخه ګټه اخلي او د سوات سیند په غاړه د قيمتي ډبرو او سرو زرو لټون کوي..
په ژوب کې د پښتون ملتپاله ګوندونو تر نظارت لاندې یوه لویه ولسي غونډه جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په سیمه کې روانې ناامنۍ په سختو ټکو وغندله او د چمن د پرلت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ. ویناوالو همداشان په افغانستان کې د جمهوري نظام د رامنځته کیدو غوښتنه وکړه.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې د 'بنو پلو' ډېر مینوال لري. دغه خواړه چې د خیبر پښتونخوا د بنو سیمې له مشهورو خوراکونو څخه ګڼل کېږي، اوس د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې هم ډېر مشهور شوی دی. 'بنو پلو' چې له وريجو او غوښې څخه جوړېږي، په ودونو او ځانګړو مراسمو کې پخېږي.