د لاس رسي وړ اتصالات

د تیلو د واردونکو سوداګرو او یو شرکت لانجه


gas station
gas station
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د جمعې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د هیواد له ولسمشر حامد کرزي څخه وغوښتل چې د غضنفر ګروپ په نامه د یو شرکت او د تیلو د یو شمیر واردونکو ترمنځ په رامنځ ته شوي جنجال کې مداخله وکړي او یوه مناسبه لار ورته پیدا کړي.

د نفتي موادو یو شمیر واردونکي سوداګر ادعا کوي چې د غضنفر ګروپ د چاڼځای د فعالیت په پیل کیدو سره د نفتي موادو د سوداګرۍ بازار سوړ شوی او دوی تاواني شوي دي.

د غضنفر ګروپ:

د غضنفر گروپ د ۳۲ میلونو امریکایي ډالرو په پانګونې سره د حیرتان په بندري ښارګوټي کې د تیلو یو چاڼځای جوړ کړی دی او شاو خوا څلور سوه کسانو لپاره یې په مستقیمه او شاو خوا پنځه زره کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار او روزګار زمینه برابره کړیده.


دې شرکت د یوې اونۍ راهیسې چې کار یې پیل کړی دی د ورځې یې څه دپاسه زر ټنه تیل تولید کړي دي. سوداګر بیا ادعا کوي چې دا چاڼځای بې کیفیته تیل تولیدوي او د چاپیریال د تاواني کیدو سبب کیږي.


د امریکا غږ خبریال وایي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزي په یو بیړني خبري کنفرانس کې د رسنیو له لارې د هیواد له ولسمشر څخه وغوښتل چې په دې لانجه کې چې په بازار کې یې ګډوډي رامنځ ته کړې ژر تر ژره مداخله وکړي.

«.. مونږ له محترم حامد کرزي څخه غواړو چې د خپل یو مرستیال په مشرۍ یو با صلاحیته کمیسیون ژر جوړ کړي او ددغه فابریکې کار وارزوي او وګوري هغه تیل چې په دې فابریکه کې چاڼ کیږي، د استفادې وړ دي او که نه؟»


دا په داسې حال کې دي چې ددې ګروپ رئیس محمد اسماعیل غضنفر په خپل چاڼځای کې د تولیدونکو تیلو له کیفیت نه دفاع کوي او وایي په هیواد کې د نورم او ستندرد په نامه یوه اداره موجوده ده او کولای شي چې مقامات د دوی تولید وارزوي.

«.. مونږ هره ګړۍ دې ته تیار یو چې مقامات راشي او زمونږ پدې چاڼځای کې تولید شوي تیل وپلټي چې زمونږ د تیلو کیفیت د ملي او نړیوال ستندرد سره برابر دی او که نه؟ که د ملي او نړیوال ستندرد سره برابر نه و، مونږ به د خپلې تصفیه خانې دروازه وتړو».


د غضنفر گروپ د شرکت مسولین وایي دا فابریکه یې په دې خاطر جوړه کړې چې د افغانستان خام تیل چې دمخه به د تصفیې لپاره ازبکستان او نورو ځیونو ته وړل کیدل، اوس همدلته چاڼ او خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي.


د سوداګرۍ او صنایعو د خونې څرګندونې:

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي د تعرفو او د لابراتواري ازمیښتونو د بیې لوړوالی او همداشان د نفتي موادو د واردونکو او د غضنفر د ګروپ ترمنځ ستونزه هیواد ته د تیلو د واردیدو د ځنډ او په بازار کې د تیلو د بیې د لوړوالي سبب شوی ده.


خان جان الکوزی وایي افغان حکومت د هر ټن پخو او تصفیه شویو تیلو په واردولو باندې ۱۸۰ ډالره او د غضنفر ګروپ په هر ټن خامو تیلو باندې یې اوه ډالره محصول ایښی دی چې په دې توګه د غضنفر ګروپ په چاڼځای کې تصفیه شوي تیل یو ټن کې سل ډالره ارزان تمامیږي او واردونکي سوداګر ورسره د سیالۍ توان نه لري.


د کابل ښار ټکسي چلوونکي د تیلو په بازار کې له ګډوډي او په دې اونۍ کې د تیلو د بیې له لوړوالي سر ټکوي خو د کورني صنعت او خلکو ته د کار د زمینې د برابریدو هیله لري.
XS
SM
MD
LG