د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست یو وتلی قومي مشر ووژل شو


 Nazim Zadran
Nazim Zadran

د خوست ولايت دغه وتلی قومي مشر نن د جمعې د لمانځه پر مهال د خوست ښار په سترجامع جومات کې هغه مهال ووژل شو، چې په څنګ کې يو بل ولاړ لمونځ کوونکي پرې د تومانچې ډز وکړ.

عيني شاهدان وايي، چې حاجي ناظم ځدراڼ يې په سر وويشت او بريد کوونکي تومانچه وغورځوله او په خپله يې له نورو لمونځ کوونکو سره په منډه کې ځان شريک کړ او په تېښته بريالی شو.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ امريکاغږ ته وويل چې حاجي ناظم ځدراڼ له چا سره کومه شخصي دښمني نه لرله، خو ويلی شي، چې ښايي له دولت سره د هکارۍ له امله وژل شوی وي. هغه زياتوي، که څه هم تر اوسه يې په تور څوک ندي نيول شوې، خو وايي، پوليس لګيا دي، پلټنې کوي.

((نن د جمعې په مبارکه ورځ د خوست ولايت يو متنفذ او جهادي شخصيت حاجي ناظم ځدراڼ د خوست په ستر جامع جومات کې هغه مهال د نامعلوم کس له خوا په شهادت ورسېد، چې په عبادت بوخت و. ممکن دغه پېښه سياسي اړخ ولري، خو پلټنې او معلومات ندي بشپړ شوي)).

دغه قومي مشر په خوست ولايت کې د قومي مشرانو سرلاری، مخور او جهادي شخصيت بلل کېده او د پخواني شوري اتحاد پر خلاف يې د يوه برجسته قوماندان په توګه په جهاد کې برخه اخيتسې وه.

هغه تل دولت پلوه دريځ لاره او د تندلارو پرضد يې مبارزه کوله. حاجي ناظم ځدراڼ به په هره دولتي او يا ټولنيزو غونډو کې برخه اخيستله او د حکومت په ملاتړ به يې ويناوې کولې.

په هغه باندې څوځله مخکې هم مخامخ وسله وال بريدونه او هدفي بمي چاودنې شوې وې. د هغه دوه زامن او يو لمسی دوه کاله مخکې په یوې بمي چاودنې کې وژل شوي وو او مسئولیت یې وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی و.

د خوست د والي له دفتر څخه امريکاغږ ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د حاجي ناظم ځدراڼ کارونه ستايل شوي او ويلي يې دي، چې هغه د خپلو ولسونو د نېکمرغۍ، هوساينې، پرمختګ او يووالي لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې کړي.

تر اوسه د دغه قومي مشر د وژنې مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي د

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG