واشنګټن ، امریکا غږ اشنا راډیو —
د افغانستان حکومت د پاکستان نه غواړي چې د طالبانو مشر ملا برادر ته دې بشپړه آزادي ورکړل شي او هغه آدرس دې معلوم وي چې د افغانستان د سولې د پروگرام سره مرسته وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې ملا برادر د سولې په خبرو کی ډیره مرسته کولی شي او همدا مسله به په لندن کې، د برتانیا، پاکستان او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې غوندې د اجندا یو مهم ټکی وي.
په لندن کې د بریتانیا، پاکستان او افغانستان ترمنځ غونډه څومره مهمه ده؟ آیا دا غونډه به ددې سبب شي چې ملا برادر دې په بشپړه توګه آزاد شي؟ د سیاسي چارو تحلیگر وحید مژده دغو پوښتنو ته ځواب ورکوي.