د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان عسکر په ١٦ کاله بند محکوم شو


محکمې نوموړې په کند هار کې د خپل بل ملګري د وژلو په پېښه کې مجریم ثابت کړ او په اوږد مهاله بند يې محکوم کړ.

د پېښي مؤظف څارنوالان وايي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لواء اړوند دغه سرتیري يو کال وړاندې خپل بل عسکر ملګری تر لفظي شخړې وروسته وژلی و.

د ډیرو کتونکو په باور د نظامي منسوبینو دغه ډول عدلي او قضايي تعقیب کولای شي چي د پوځي قواوو په منځ کې د هغو کسانو د فعالیت مخنیوی وکړي چي له پوځي خدمت پرته نورې موخي لري.

د محکمې په جریان کې د قضيې موئظف څارنوال په سرتیری نجم الدین د ټیټو اخلاقو تور ولگاوه.

" تورن کس بده اخلاقي ماضي لري او نور دده شتون د پوځ په لیکو کې د نورو سرتیرو د بې لارۍ سبب ګرځي"

د تورن مدافع وکیل له محکمې څخه غو ښتنه وکړه چې موکل ته يې د سزا په ټاکلو کې له صیله رحمۍ څخه کار واخلي.

د دفاع وزارت د عسکري محاکمو د پلاوي مشر قاضي، محمد صابر حکیمي د محکمې د پریکړي اعلان وکړ.

" ته نجم الدین د بهرالدین زوی د ۲۰۵ اتل قول اردو ، د څلورمي لوا ، د اول کنډک، د لمړي ټولي سرتیری د یاد ټولي د بل سرتیري سید نعیم د وژني په جرم د اولي محکمې لخوا د ۱۶ کالو د بند په سزا باندي محکوم شوي یاست او موږ يې هم تائید کوو"

د دفاع وزارت د استناف محکمې د قضايي پلاوي مشر قاضي، جنرال محمد صابر حکیمي وايي چي هیڅ نظامي منسوب له قانون څخه پورته ندی او د هر غیري قانوني عمل په جرم به عدالت ورباندي عملي شي .


ډیری وختونه د داخلي بریدونو عاملین هم هغه کسان بلل شوي چي د نورو موخو لپاره د پوځ په لیکو کې شامل شوي او دا بیا د افغان او نړیوالو ځواکونو ترمنځ د بې باورۍ عمده ټکی یادیږي .

د ۲۰۵ اتل قول اوردو مطبوعاتي دفتر وايي چي تر دې تازه پېښي څو میاشتي مخکې هغه پوځي هم د اعدام په سزا محکوم شو چي د خپل ملګري تر وژل کیدو وروسته يې له وسلې سره یو ځای د دولت د وسله والو مخالفینو سره د یوځای کیدو هڅه کوله.
  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG