د لاس رسي وړ اتصالات

کندوزکې د طالبانوله سنګساره یوه ښځه وژغورل شوه


د کندوز د ارچي په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د کمیسون له خوا په یوې واده شوی ښځې هغه وخت د سنګسار پریکړه وشوه چې میړه يې د خپلې ښځې خلاف پر هغې له بل چا سره د نامشروع اړیکو تور لګولی و.

د کندوز د امنیی قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني په یو مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې پولیسو د عاجلو عملیاتو په ترڅ کې پنځه دیرش کلنه ښځه حلیمه د وسله والو طالبانو له سنګساره خلاصه کړه.

هغه وايي چې دغه ښځه او میړه د ارچي ولسوالۍ د دفتاڼیو په کلي کې اوسیدل، خو میړه یې څو ورځې وړاندې هغې ته طلاق ورکړی و. او پر خلاف يې طالبانو ته عریضه کړې وه چې دده د طلاق لامل هم دا و چې ښځې يې له بل چاسره نامشروع جنسي اړیکې درلودې:

" یو ښځه چې د طالبانو د کمیسون له خوا په سنګسار محکوم شوې وه، د پولیسو په عملیاتو کې نجات ورکړل شوی، حلیمه چې پنځه دیرش کاله عمر لري، د میړه له خوا پرې د طالبانو کمیسون ته عریضه شوی وه، او هغوي فیصله کړې وه چې باید سنګسار شي."

سید سرور زیاته کړه هغه سړی چې د دغې ښځې میړه پرې له خپلې ښځې سره د نامشروع اړیکو تور لګولی په سیمه کې نشته، ددغه تور لګولو یوازینې علت دا و چې خپله مطلقه ښځه پر طالبانو ووژني.

حلیمه چې د پولیسو له خوا په عملیاتو کې له سنګساره خلاصه شوی، اوس مهال د کندوز په ښار کې په یوه امن ځای کې ساتل کیږي.

په کندوز کې د امن کور مسوله حسنا سروري وايي چې دوي په ارچي ولسوالۍ کې له دغې نوی پیښې نه دي خبر مګر درې میاشتې وړاندې هم دغه ډول یوه بله پیښه شوی چې وه چې د ښځې نیم سر يې پرې خریلې و او ښځه په دې توانیدلې وه چې ځان پولیسو ته ورسوي:
" دغه ښځه له درې میاشتو را په دیخوا له مونږ سره ده، او طالبان هر وخت زنګ وهي او تهدیدونه يې موجود دي چې دوي ته یې وسپارو او د قران احکام پرې تطبیق کړو، او ددغې ښځې سر یې هم خریلې و."

د ارچي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی چې له نوم اخیستو يې ډډه کوله اشنا راډیو ته يې وویل چې په ارچي کې زیاتې داسې پیښې رامنځ ته کیږي چې خلک له طالبانو څخه د خپلو شخصي شخړو په خاطر د خلکو په وژنه کې استفاده کوي.

پنځه کاله وړاندې هم طالبانو د ارچي ولسوالۍ د ملاقلي په سیمه کې د عبدالقیوم او صدیقې په نامه دوه ځوانان چې د واده په نیت له کوره وتلي وو، پر خپلو کورنیو پیدا او د ملاقلي په هدیره کې یې سنګسار کړل، او یوه بله جوړه هلک او جینۍ د ګلتپې په سیمه کې په ډزو ووژل شول، خو دا لومړۍ پيښه ده چې پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې سنګساریدونکې ښځه ژوندۍ راویستلې ده.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG