د لاس رسي وړ اتصالات

کندوز کې ځوانان خلک په انتخاباتو کې د ګډون لپاره هڅوي



د انتخاباتو د دفتر له خوا د کندوز د ټولو ولسوالیو او کلیو څخه یو شمیر ځوانان چې نجونو هم په کې ګډون درلوده په دې موخه راغونډ شوي وو چې د انتخاباتو پر وړاندې له موجودو ستونزو سره مبارزه وکړي او هر ځوان د شاو خوا کلیو له ځوانانو سره په دې خبرې وکړي چې باید خلک په انتخاباتو کې پراخه برخه واخلي.

د انتخاباتو د دفتر د عامه پوهاوي مسول حمیدالله بلوچ وايي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې ورته غونډې جوړیږي:

“ ځوانان چې نجونې هم په کې دي له ټولو سیمو راغوښتل شوي، په انتخاباتو کې د ځوانانو پر برخې خبرې کوو، د ځوانانو پر وړاندې موجودې ستونزې یاداشت کوو چې باید تر انتخاباتو حل شي، او له دوي غوښتنه کوو چې باید هر ځوان دیرشو نورو ځوانانو ته د انتخاباتو پیغام ورسوي چې په راتلونکې کې ښه انتخابات ولرو.”

حمیدالله بلوچ زیاته کړه چې دوي دغې غونډې ته امنتیتي مسولین هم راغوښتې چې د ځوانانو ستونزو او د امنیت په اړه موجودو تشویشونو ته ځواب ووايي، هغه زیاته کړه:

“ د انتخاباتو لپاره مسول وسله وال او غیر قانوني وسله وال دواړه تهدید دي، د انتخاباتو دفتر تصمیم لري په هغه ځای کې چې ملي پولیس د امنیت تضمین وکړي هلته به انتخابات کیږي، د انتخاباتو دفتر د ملي پولیسو له تضمین پرته دبل هیڅ وسله وال په تضمین کار نه کوي.”

د کندوز په کلیو او ولسوالیو کې له ملي پولیسو پرته یو شمیر وسله وال شته چې له دولتي امنیتي قواو سره اړیکې لري او د امنیت په خاطر په سیمه کې وسله ساتي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د ځوانانو مسول بشیر سحر وايي چې د غیرقانوي وسله والو په موجودیت کې د شفافو انتخاباتو تر سره کیدل ستونزمن دي:

“ زمونږ ځوانان مینه لري چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي، مګر خلک له دې انديښمن دي چې که ملي پولیس امنیت ونه شي ساتلی د کلیوالو سیمو خلک به څه ډول په انتخاباتو کې ګډون وکړي.”

بشیر سحر زیاتوي چې ځوانانو ته په راتلوونکو انتخاباتو کې د ګډون او د خلکو د هڅولو او روښانه انتخاباتو د ترسره کیدو په اړه د خبرو کولو او نظریاتو د شریکولو موقع ورکړل شوه. خو هغه سیمې چې له ښار څخه لرې دي هلته به وسله وال په انتخاباتو کې لاسوهنه وکړي:

“ له ښاره لرې سیمو کې فکر نه کوي چې شفاف انتخابات به ترسره شي، خو که پولیس د خلکو امنیت وساتلی شی، او که انتخاباتو کې لاسوهنه وشي د افغانستان د خلکو په درد به ونه خوري.”

د انتخاباتو د دفتر کارکوونکي وايي چې د افغانستان د ټولنې شپیته فیصده ځوانان دي، که ځوانان د سالمو او شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو کې هڅه وکړي، نو افغانستان به له یو تجربوي حالت کامیاب وتلی وي.
  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG