د لاس رسي وړ اتصالات

وزیري:امریکا دې خپل پوځي تجهیزات بل چا ته نه ورکوي


د ماینونو او غلچکیو بریدونو په وړاندې مقاومت لرونکي پوځي موتر چې امریکا ترې په افغانستان کې کار اخلي
د ماینونو او غلچکیو بریدونو په وړاندې مقاومت لرونکي پوځي موتر چې امریکا ترې په افغانستان کې کار اخلي
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوې تازه مقالې کې لیکلي دي چې امریکایي او پاکستان پوځي چارواکي د څو میاشتو راهیسې پدې خبرو لګیا دي چې هغه پوځي تجهیزات پاکستان ته ورکړي چې امریکایي ځواکونه ترې اوس مهال په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې کار اخلي.

پاکستان غواړي امریکا دې ورته د ماینونو او غلچکيو بریدونو په وړاندې مقاومت کوونکي پوځي موټر ورکړي چې MRAP نومیږي. امریکا اوس مهال په افغانستان د شپاړس سوه په شاوخوا کې دا ډول موټر لري.

امریکایي چارواکي وایي افغان پوځ نشي کولای چې دومره موټر په سمه توګه سمبال کړي نو په همدې خاطر ددې احتمال نشته چې دغه موټر دې هغوي ته ورپریښودل شي.

خو د افغانستان د دفاع دوزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وایي: " زمونږ وسله وال پوځ امریکا او ناټو روزلی ، وسلې او پوځي وسایط مو هم تقریباً ټولې امریکایۍ دي."

ښاغلی وزیری همدرانګه وایي " زمونږ وسله وال پوځ د ټولو هغو وسایطو او وسایلو په رغولو پوهیږي چې اوس مهال ترې امریکا په افغانستان کې کار اخلي. مونږ دغو وسایطو ته اړتیا لرو او پدې خاطر یې د امریکا څخه نه اخلو چې په ډیپوګانو کې یې وساتو. "

په عین حال کې د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند ایمل فیضي وایي " امریکا او انډیوالانو یې پدې تیرو لسو کالونو کې افغان ملي پوځ هغه شان ونه روزه او نه یې په سمو وسلو سمبال کړو لکه څنګه چې د افغانانو هیله وه."

فیضي وایي : " که چیرته امریکا د افغان حکومت د مشورې پرته د پاکستان سره دا ډول معامله وکړي، نه یوازې دا چې د هغوي د کلک مخالفت سره به مخ شي بلکه دا به ډیره د تاصف وړ یوه پریکړه وي"

خو پاکستان بیا وایي چې هغوي د امریکا نه د MRAP پوځي موټر پدې خاطر نه اخلي چې ګواکې وړیا دي، بلکه پدې خاطر یې اخلي چې سخته اړتیا ورته لري.

د پاکستان د پوځ یوه جګپوړه چارواکي چې خپل نوم یې ندی ښودلی، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د 2001 کال راپدیخوا زمونږ د شلو زرو نه زیات عسکر د طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره په جګړې کې وژل شویدي او که چیرته امریکا ورته دغه پوځي موټر ورکړي نو ښایي چې د عسکرو مرګ ژوبله به کمه شي.

د پاکستان د پوځ یو تن متقاعد جنرال محمود شاه وایي " پاکستان دا توان لري چې د MRAP پوځي موټرو پرزې جوړې کړي نو په همدې خاطر به د دغو موټر ساتل ډیر ګران نه وي."

ښاغلی محمود شاه زیاتوي: " د پاکستان اکثره پوځیان د ماینونو په چاودنو او غلچکیو بریدونو کې وژل کیږي او که چیرته دا موټر د پاکستان پوځ ته ورکړل شي نو د عسکر مرګ ژوبله به یې کمه شي. "

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې شلو هیوادونو پدې کې لیوالتیا ښودلې ده چې دغه موټر واخلي، وزارت وایي مونږ دا موټر خپلو ملګرو هیوادونو ته وړیا ورکوو خو د انتقال او ترمیم مسؤلیت یې زمونږ په غاړه ندی.

د MRAP په نامه یو موټر تقریباً 40 ټنه وزن لري او د یوه موټر به یې د څلور سوه زره امریکایي ډالرو نه نیولې تر اوو سوو زرو ډالرو پورې کیږي. که چیرته امریکا وغواړي چې دغه موټر د افغانستان نه امریکا ته انتقال کړي، په یوه موټر شاوخوا سل زره امریکایي ډالر لګښت راځي.
  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG