جمهور رئیس اشرف غني احمدزي د جمهور رئیس کیدو سره سم په ځنیو اقداماتو لاس پورې کړ. د کار په اوله ورځ یې د اماني لیسې د ښوونځي له زده کوونکو او ښوونکو سره ولیدل، د پوهنې په کیفیت یې ټینگار وکړ او د ښوونکو د ستونزو د غم خوړولو ژمنه یې وکړه.
ښاغلي احمدزي له جمهور رئیس کیدو نه سمدستی وروسته د کابل بانک د دوسیې د څیړلو حکم هم وکړ.
د لوړې نه وروسته وینا کې وویل چې په قضاییه قوې د فساد تورونه موجود دي، باید ټولې نا تکمیل شوې دوسیې ژر تر ژره د جزا او مدني انون په اساس بشپړې شي.
هغه په انتخاباتي مبارزو کې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره په تیرو دوه درې ورځو کې ډیر چټک او قاطع گامونه واخستل. ښاغلی حلیم فدايي د وردگو پخوانې والي ددغسې چټکو گامونو سیاسي اغیزو ته خوشبین دی.
دی وایي، اوله خبره خو دا ده چې د افغانستان ولس د جمهور رئیس نه د همدغسې اقداماتو هیله لري. دا د افغانانو او هم د نړیوالی ټولنې غوښتنه وه، او حتی د افغانستان سره د شیکاگو په کنفرانس کې مرستې په دې پورې و تړل شوې چې د افغانستان حکومت به د فساد په ضد ښه سخته مبارزه کوي، نو د اشرف غني په دغو اقدامات هم ولس خوشحاله شو اوهم په ولس کې د هغه مخالفین. همدارنگه د ملگرو ملتونو خاص استازی یان کوبیش نن د اشرف غني سره وکتل او د هغه دغه اقدامات یی وستایل. دا د افغان ولس او نړیوالی ټولنې غوښتنه ده، نو تر ډیره حده یې د عملي کیدو امکانات شته دی.
په انتخاباتی مبارزو کې کاندیدانو د خپلو پرگرامونو د عملي کولو ژمنې کړیدي.
دا چې د جمهور ریس اشرف غني احمدزي د ژمنو د عملي کیدو څومره امکانات لیدل کیږی ښاغلی حلیم فدایي په دی نظر دی چې جمهور رئیس ټینگه اراده لري چې فساد له ملک ورک کړي، نو کله چې په رهبرۍ کې ټنگه سیاسي اراده موجوده وي، نور چارواکي او مامورین هماغسې ځانونه عیاروي.
د حلیم فدایي په نظر په همدې اول کې چې د سیاست رخ او رجحان کومې خوا ته دی، هغه مثبت دی، نو دا هیله شته چې د یو ښه متعهد اوغښتلي ټیم په موجودیت کې به دی وکړی شي چې دغه شومه پدیده یعنې اداری فساد که بیخي ورک نه کړی شي، تر دې حده خو به یې کم کړي چې د ولس باوراو اعتماد تر لاسه کړی شي. په دې کې شک نشته چې امنیتي ستونزې، بیروکراسۍ او د قوانینو پیچلیتیا شته،او کله نه کله به وخت نیسي، خو مهمه داده چې سیاسي رهبري سیاسي اراده لري، نو که اهل خلک په مرکز او ولایاتو کې په کارونو وگومارل شي، اصلاحات به راشي، او د دوی کړې وعدې به عملي شي.
مگر د کابل د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، د ښاغلی فدایي غوندی خوشبین نه دی چی جمهو ریس په وکړی شي د ملت سره خپلې کړې وعدې بشپړې کړي. دی وایي جمهورریس ځنې تمثیلي گامونه اخستي دي مگر سخته به وي چې مشکلات او ستونزې ورکې کړې شي.
ښاغلی ځلاند وایي داسې فکر کیږي چې د کابل د قضیې سره سطحي عمل کیږي نو ځکه یې امیدواري کمه ده.
د کابل د پوهنتون استاد ځلاند نظر دا دی هغه کسان چې باید د انتقالي عدالت د قانون په اساس محاکمه شوی وای، هغوی په لوړو پوستونو کې د معاونانو په صفت راغلي دي، او هغه کسان چی په نورو مسلو کې تورن دی، هغوی د ملي وحدت د ساخت باخت جز گرځیدلی دي. ښاغلی ځلاند وایي سخته چې د ولس غوښتنې دې تر ډیره حده عملي شي.
بشپړ رپوټ دغلته اوریدلی شې.