د لاس رسي وړ اتصالات

وکیل احمد متوکل: که پوځ او پولیس جنگ ته روزل کیږي نو د افغانانو ورځ به نوره هم خرابه شي


د طالبانو د پخواني حکومت خارجه وزیر، وکیل احمد متوکل وايي، که د ناټو او امریکا د جنگي ماموریت د ختمیدو نه وروسته، د عسکرو او د پولیسو د روزنې هدف د جنگ ادامه وي، نو د افغانانو ورځ به نوره هم ل خرابه شي ، مگر که د سولی دپاره روزل کیږي نو ښه به دا وي چې اول حکومت او طآلبان د سولی لپاره قوي اراده څرگنده کړي، بیا د دریمگړي له لارې د سولی خبری وشي او نړیوال ورسره همکاري وکړي.

د سولی خبره چی کيږي دوه مسلې ذهن ته راځي چې یوه داخلي مسله ده او بله بهرنۍ مسله ده.

داخلی مسله داده چې ټول افغانان په یوه محور را ټول شي او خارجي مسله په ملک کې د خارجیانو د نظامي حضور ختمیدل دي، مگر که اول روغه و نه شي او خارجیان ووځي نو د امنیت تضمین نه شي کیدلی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:15:47 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG