د لاس رسي وړ اتصالات

غني:د طالبانو نه وړاندې باید د پاکستان سره سوله وشي


د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د سولې په انستیتوت کې د وینا پر حال
د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د سولې په انستیتوت کې د وینا پر حال

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د امریکا د سولې په انیستیتیوت کې یې وینا کوله وویل چې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره " سمیه ایزه همکاري ډیره مهمه ده. "

ښاغلي غني وویل " سوله زمونږ په لومړیتوب کې ده، خو په افغانستان کې د سولې راتګ ډیره ګرانه ده، اول باید چې د شخړې عوامل ولټول شي او بیا د سولې لپاره چوکاټ جوړ شي.

"مونږ باید دا ومنو چې طالبان په افغانستان کې تر یوې اندازې سیاسي مشروعیت لري نو ځکه ما طالبان خپل سیاسي مخالفین وګڼل. "

د سولې لپاره د پاکستان همکاري:

ولسمشر غني وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د پاکستان سره زیات ګډ کار کړی او پاکستاني چارواکي پدې پوه شویدي چې د افغانستان سوله او ثبات د هغوي په ګټه دی.

" دا خبره مو د پاکستاني چارواکو سره شریکه کړیده او هغوي هم منلې ده. د پاکستان او افغانستان دولتونه باید یو بل د خودمختاره، مساوي او خپلواکه دولتونو په صفت ومني"

غني زیاته کړه چې " اوس په سیمې کې حالات بدل شوي. هر پسرلی به د جګړې ډګر افغانستان و خو سږ کال به د جګړې ډګر پاکستان وي. 165 زره پآکستاني عسکر د ډیورنډ د کرښې په شاوخوا کې پراته دي او عملیات کوي."

سمیه ایزه همکاري:

ولسمشر محمد اشرف غني همدرانګه د سیمې په هیوداونو هم غږ وکړ چې په افغانستان کې د ثبات لپاره دې خپله همکاري نه دریغوي. ښاغلي غني وویل افغانستان په ریښتیني ډول د آسیا زړه ده او که چیرته په افغانستان کې ثبات نه وي، د سیمې هیڅ هیواد به امن نه وي.

" د چین، روسیې او سیمې ټولو هیوادونو دا درک کړیده چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولو په ګټه ده . مونږ پدې تیرو شپږو میاشتو کې وکړای شو چې د چین، امریکا او افغانستان تر منځ درې اړخیزې غوندې جوړې کړو."

ښاغلي زیاته کړه چې " آسیا ښایي د 250 کالونو وروسته یو ځل بیا په اقتصادي لحاظ تر ټولو ستره لویه وچه شي، خو باید ووایم چې دا کار په افغانستان کې د ثبات او امنیت پرته نشي کیدلی."

" که په افغانستان کې امن نه وي، هیڅ پایپ لاین به د مرکزي آسیا د هیوادونو نه هند یا پاکستان ته تیر نشي."

د افغانستان جعرافیایي موقعیت:

ولسمشر غني وویل " افغانستان د تاریخ په اوږدو کېد خپل موقعیت د لاسه ډیر کړیدلی خو اوس دا موقعیت په سرو زرو بدل شوی او هیله مو ده چې ددې سرو زرو نه سمه ګټه واخلو. "

"تروریزم یوازې افغانستان ته نه بلکه د جنوبي آسیا اوچین په شمول د لویدیځې آسیا ټولو هیوادونو ته خطر دی. د پاکستان سره مو پدې برخې کې خبرې شویدي او په محتاطانه ډول خوشبینه یم چې نتیجه به ورکړي. "

داعش په افغانستان کې :

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا داعش په افغانستان کې شته او که نه، ولسمشر اشرف غني وویل " داعش که چیرته افغانستان ته راشي، جرمي ډله به وګڼل شي او د مږکانو په شان به تس نس شي. "

" په افغانستان کې د داعش لپاره د خلکو استخدام کول به ګرانه نه وي ځکه چې شاوخوا یو میلیون ځوانان کار روزګار نلري او 6 سوه زره نور ځوانان به سږ کال بې کاره شي. "

انتقالي عدالت:

ولسمشر اشرف غني پدې برخې کې وویل چې نه غواړي " د ماضي په خاطر راتلونکې قرباني کړي"

ښاغلي غني وویل " مونږ ټول په انتقالي عدالت کې ښکیل یو. د سولې معنی دا ده چې وینه دط هیره شي، په زندانانو کې به په هیڅ ډول شکنجه او دبې ګناه خلکو زورول ونه زغمم.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG