په کلیفورنیا کې د دروکالو وچکالیو له کبله اوس د چارواکو پام دې ته اوښتی دی چې د سمندر اوبه د مالگي نه پاکي کړي او څو ښارونو دا هڅي پیل کړي دی چي داسی فابریکې جوړي کړي چې ژر به د آرام سمندر نه د چیښلو د اوبو د یوې منبع په توگه کار واخیستل سي.
په دې لړ کې د مالگي نه د سمندر د اوبو د پاکولو د یوې فابریکې کار چې د یو ملیارډ ډالرو پروژه ده، په ٢٠١٢م کال کې د ( کارلزباد) په ښار کې پیل شوی دی او د نومبر په میاشت کې به په کار پیل وکړي، او د ( سان دیاگو) سیمي ته به اوبه برابري کړي.
خو سوال دا دی چې اخر کیلفورنیا ایالت کې دا وچ کالي څنگه راغله او د ختمولو لارې چارې ېې څه دي؟
زموږ همکارې زیبا خادم په دې اړه د اوریگن ایالت د چاپېریال ساتنې د ادارې او د پورټلنډ ښار د اوبو د زېرمو پروگرام منیجر آمین وهاب سره مرکه کړیده .