د لاس رسي وړ اتصالات

فريده مومند:پروموټ پروگرام له مخې به سلگونه نجونې لوړې زده کړې وکړي .


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په هېواد کې ښوونې او روزنې د پیاوړتیا په هدف له اسیا بنسټ سره یوتفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دغه وزارت وزيرې فريدې مومند اشنا راډيو ته وويل تفاهم ليک کې د پروموټ پروگرام د هغې برخې عملي کول دي چې له مخې يې افغان ښځو او نجونو ته د لسانس او ماسټرۍ په کچه د زده کړو زمينه برابروي . ددې پروگرام له مخې ١٨٠ نجونې د ماسترۍ لپاره هندوستان ته ليږل کيږي او ٥٢٠ تنو نجونو ته په خصوصي او دولتي پوهنتونو نو کې د لوړو زده کړو زمينه برابريږي .

د امریکا نړیواله پرمختیایي اداره چې هدف يې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي ډگر کې د ښځو پياوړتيا ده،په همدې هدف یې د پروموټ په نوم داسی یو پروګرام پیل کړې چې ددې ادارې په تاریخ کې ترټولو لوی ګڼل کیږي.

آغلې مومند زياته کړه،د ياد پروگرام تطبيق په افغانستان کې د ښځو د ښه مديريت او رهبرۍلپاره د ظرفيت جوړولو او لوړولو لپاره ډير مهم او ضروري دی.

د پروموټ پروګرام د پنځه کالو لپاره دی او پدې کې د نوي نسل نجونه چې عمرونه يي د اتلس او دیرشو کالو ترمنځ وي، د تعلیم، ټولنیز نقش موندل، مسلکي او حرفوي روزنې او د ښځو د حقونو د مدافعانو په حیث د ډلو جوړول شامل دي. لدې لارې ښځې کولې شي د هیواد په مختلفو مسایلو لکه اقتصادي، حکومتي، تجارتي او نورو برخو کې د تصمیم نیولو صلاحیت ترلاسه کړي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:47 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG