د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي د روان جنګ خصوصي کول شخصي نظر دی


سپينه ماڼۍ د افغانستان د جګړې د عمده برخې پر خصوصي کولو غور کوي
سپينه ماڼۍ د افغانستان د جګړې د عمده برخې پر خصوصي کولو غور کوي

ډيلي بيست ورځپاڼې د نن ورځې په خپره شوې مقاله کې په لومړي سرکې ليکلي چې سپينه ماڼۍ د افغانستان د شپاړلس کلنې جګړې د حالت بدلولو لپاره د دې جګړې د عمده برخې پر خصوصي کولو غور کوي.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا په دې هېواد کې روانه جګړه یوه نړیواله مسئله او تروريزم نړيوال تهديد گڼي او وايي د شخصي امنیتي کمپنیو له‌ خوا په افغانستان کې د تروريزم پر ضد جنگ پرمخ بیول یو شخصي نظر دی د دولتونو په سطح تراوسه پری خبرې نه دي شوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وياند قادرشاه اشنا راډيو ته وويل چې د افغانستان او امريکا تر منځ ټولې امنيتي او سياسي همکارۍ د دولتونوتر منځ د همکارۍ د اصل په نظر کې نيولو سره همغږی کيږي.

نوشابې اشنا د افغانستان د ملي امنيت شورا له وياند قادر شاه سره په همدی اړه مرکه کړې دلته يي اوريدلائ شئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00

XS
SM
MD
LG